
روهي( درې نۍ/۲۰ د وري)، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون ورځ اعلان وکړ چې د ایران د سپاه پاسداران یا د انقلاب ساتونکی ځواک به له دې وروسته د یوې بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه پېژني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي، دا ډله یوه اونۍ کې رسماً د ترهګرو ډله لېست ته ور ګډه شي.
ایران هم د دغه کار په ځواب کې د امریکا د پوځ مرکزي قومنداني د یوې ترهګرې ادارې په توګه نومولې ده.
د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتیاهو د امریکا دا پرېکړه ستایلې ده او ویلي یې دي چې د ده یوه بله غوښتنه یې هم پر ځای کړه.
دا لومړی ځل دی چې امریکا د یو بل هېواد د پوځ یوه برخه د ترهګرې ډلې په توګه اعلانوي. خو د ولسمشر د دې پرېکړې مخالفین وایي، له دې سره به نورو هېوادونو ته هم پلمه په لاس ورشي چې د امریکایي ادارو او دولتي چارواکو پر وړاندې ورته ګامونه واخلي.
امریکا تر دې وړاندې یو شمېر کسان او ادارې د ایران له سپاه پاسداران ډلې سره د اړیکو له کبله په تور لېست کې اچولي وو، خو دا لومړۍ ځل دی چې پخپله دا ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلانوي.