
روهي( درې نۍ/۲۰ د وري)، پاکستان هند ته د الوتکې ټوټې دې هر چا ولیدې
د پاکستان د پوځ ویاند تورنجنرال اصف غفور ویلي، بیا بیا درواغ ویل نه ریښتیا کېږي.
نوموړي هند ته په اشاره وویل، نوی ډېلی وایي، د پاکستان اېف ۱۶ الوتکه یې غورځولې، خو ثبوت یې وړاندې نه کړ.
هند د غورځېدلې پاکستانۍ الوتکې د ثبوت لرلو دعوه هم وکړه، خو تر اوسه یې ثبوت وړاندې نه کړ.
اوس تورنجنرال اصف غفور خپل ټوېټر کې هندي چارواکو ته ځواب کې ویلي، چې په پاکستان د هند هوايي ځواک ته د رسېدلي تاوان ډنډوره مه غږوئ، چوپتیا له پام مه غورځوئ:
"حقیقت دا دی چې پاکستاني هوایي ځواک د هند دوه الوتکې وغورځولې او ټوټې یې هم ټولو پر ځمکه ولیدې".