
روهي( دوه نۍ/۱۹ د وري)، د خيبر پښتونخوا حکومت خاصه دار او لېويز ځواکونه د خیبر پښتون خوا پولیسو کې ورګډ کړل.
پېښور کې وزیر محمود خان د قبايلي ضلعو له خاصه دارو او لېويزمشرانو سره یوځای خبري ناستې ته وویل، چې سر له ننه نېږدې ۲۸ زره لېويز او خاصه دار سرتېري د ولایت پولیس برخه ګرځوي او د پولیسو په شان حقوق به ورکړل شي.
محمود خان زیاته کړه د خیبر پښتونخوا حکومت تکل لري چې په قبایلو سیمو کې شاوخوا ۴۵ زره پولیس وګوماري چې پکې ۲۲ زره به کورناستي (ریټایرډ) پوځيان او پولیس سرتېري بیا پر دندو لګول کېږي.