بېړنی خبر: د عمران خان دفتر کې اور لګېدلی دی

روهي( دوه نۍ/۱۹ د وري)، د پاکستان لومړي وزیر د دفتر سره په څنګ کوټه کې اور لګېدلی دی، چې د اور لګېدنې سره سم د دغه دفتر کارکوونکي دباندې تښتېدلي دي.
 
د اور لګېدنې څخه وروسته په بېړني ډول سره د عمران خان ساتونکو له دغه ځای څخه د کارکوونکو ایستل شروع کړی دي.
 
دغه ځای ته ټول حکومتي کومکي ادارې تللې دی. داسې ویل کېږي چې اور د برق د شاټۍ څخه رامینځته شوی وي.
 
ځایي سرچینې وایي چې د اور لګېدو په وخت کې د پاکستان لومړی وزیر په خپل دفتر کې نه و او په دغه اور لګېدنې کې چاته د سر زیان نه دی رسېدلی.