مومندو کې د پوليو ضد نړيوالې ادارې چارواکی وژل شوی

روهي( دوه نۍ/۱۹ د وري)، په قبايلی سیمه مومندو کې د پوليو ضد کار کوونکې نړيوالې ادارې (ډبليو اېچ او) ځايي یو چارواکی په ډزو وژل شوی دی.
 

د ځایي سرچینو له قوله په واجد علي په ژوبل حالت کې روغتون ته وړل شوی او بيا يې ژوند د لاسه ورکړی دی.
 
تراوسه پورې کومې ډلې د یاد کس د وژلو بړه په غاړه نه ده اخیستې.
خو د ځینو نورو سرچینو له قوله واجد علي په علاقه کې د پوليو څاڅکو نه انکاري کسانو سره ليدو له ورغلی او په دغه مهال پرې یو تن چې د پوليو نه انکاري دی ډزې کړي دي.
 
مومندو کې له دې وړاندې هم د پولیو کارکوونکي په وسله والو بريدونو کې وژل شوي دي.
پاکستان اوس هم د نړۍ په هغو درې هېوادونو کې شامل دی چرته چې د پوليو وايروس شتون لري.
پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو شپږ پېښې مخې ته راغلي شوي دي.
دا تازه پېښې په خېبر، باجوړ، بنو، هنګو، کراچۍ او لاهور کې رامنځته شوي دي.