هندوستان هېواد د محمود قریشي وروستۍ خبرې رد کړې

روهي( دوه نۍ/۱۹ د وري)، هندوستان هېواد خارجه وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه خبرې رد کړې چې محمود قریشي ویلي وو چې هندوستان هېواد غواړي چې په پاکستان باندې برید وکړي.
 
د هندوستان هېواد خارجه وزارت څخه په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې مونږ د محمود قریشي خبرې په کلکه ردوو. اعلامیه زیاتوي چې پاکستان خارجه وزارت په دغو خبرو سره غواړي چې بې امنۍ ته لمن ووهي، د سیمې سوله خرابه کړي او ترهګرې ډلې په دې خبرو سره هڅوي چې ترڅو د هند خاوره کې نورې چادونې ترسره کړي.
 
د هند بهرنیو چارو وزارت دا خبرې په داسې وخت کې کوي چې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې هند تیاری نیسي چې د اپرېل میاشتې تر ۲۰ تاریخ پورې په پاکستان برید وکړي.