د افغانستان ټلویزونو ته لنډه کتنه:(لومړۍ برخه)



په افغانستان کې د مجاهدینو او طالبانو د واکمني پر مهال یوازې د کابل او ځينو ولایتو دولتي راډیوګانو کار کاوو، خو د مجاهدینو پر مهال ځينې اخبارونه هم وو چې د اړوند ګوند لپاره به یې تبلیغات کول. خو د مجاهدینو او طالبانو د دولتونو تر نسکوریدو وروسته او د ولسمشر کرزي لخوا د ډموکراسي د راتګ سره سم د رسنیو لښکر هم افغانستان ته رامخه کړه، دا ډير د خوښی ځای دی چې نن افغانستان د دومره ډيرو رسنیو لرونکی دی خو د خوښی تر څنګ د تاسف ځای هم دی چې افغانستان داسې پردي پلوه، متعصبې، تجارتي، د ملي یوالي ضد او د نورو په لاس کې د رسنیو لرونکی دی، زه به په دې لیکنه کې کوÚ
�ښ وکړم چې تر ډيره د رسنیو په سمو او ناسمو کړنو څه ناڅه ولیکم او درنو لوستونکو یې وړاندې کړم:
اریانا ټلویزون:
اریانا چې د دري ژبې یو چینل دی او په څنګ کې یې ازبکي او ډير کم پښتو ته هم ځای ورکړی دی د بیات بنیاد دمشر انجینر احسان الله بیات لخوا څو کاله وړاندې جوړشو، په لومړي سرکې یې خپرونې ډيرې ښې وې او د ټولو افغانانو لپاره خدای شته د منلو وړ وې او ډیر اوریدونکي یې درلودل. خو د ورځې څخه بلې ته پکې د ملی یووالې تش په نوم نارې په کمیدو شوې او لا هم کمیږي. د بیلګې په ډول یو وخت پکې د ملي ژبو څه ناڅه انډول ساتل کیده خو اوس پکې پښتو یوازې یو خبري ساعت لري چې هغه ته هم داسې پاملرنه نه کیږي لکه څنګه چې درې او ازبکي ته کیږي، ځکه زه چې تل ګورم ‌ډیری ویډیو ګانې یې له زیرمتÙ
�ن( آرشیف) څخه را خیستل کیږي او په لیدونکو باندې بیا بیا لیدل کیږي.ترڅنګ یې ډیرې پښتو ادبي، هنري او نورې خپرونې له منځه لاړې. تر کومه چې ما څيړنه کړې د اریانا ټلویزون اداري چارې اوس بیخي متعصبو کسانو ته حواله شوي دي او دوی پکې خپل تعصب کوي او لاهم لګیا دي. دا چې ښاغلی بیات به خبر وي او کنه د خپل ټلویزون نشرات به ویني او کنه خدای خبر او بیات خبر. خو دلته د دې سره سره چې بیات نه یوازې د یو ټلویزون مالک دی د یوه مخابراتي شرکت چې افغان بیسیم نومیږي او د بیات په نوم د یو بنییاد مالک هم دی چې د ده فعالیتونه بیا په ټول افغانستان کې دي په ځانګړې توګه د مخابراتي شرکت فعالیتونه یې چې نه شي کیدی په!
یو قوم او یوې ژبې پورې اړوند شي ځکه بیات د دې ترڅنګ چې ځان یې ملي شخصیت بولی په افغانستان کې یو اقتصادي شخصیت هم لري چې باید د ټلویزون له لارې دی خپل اقتصاد ته هم کار وکړي، خو زه تر ډيره وړاندوینه کوم چې ډير ژر به په افغانستان کې د اریانا ټلویزون د کړونو له امله دی له یوې لویې ماتې سره مخ شي ځکه چې د ده د مخابراتی شرکت تر ټولو ډیر ګډون کونکي پښتانه دي او د ده د سرویس تر ټولو ډیر کارکونکي هم پښتانه دي.ما د خپلو څیړنو په ترڅ کې وموندله چې د دوی په ټلویزون کې د يپښتنو موقعیت له صفر سره ضرب شوی دی او پښتانه په یو او بل نوم تهدیدیږي، پښتو خپرونې له منځه ځي او ځای
یې ازبکي خپرونې نیسي ځکه چې اوس د دې ټلویزون ریاست یو ازبک ته سپارل شوی دی، په خبري برخه کې یې هم د مدیریت چارې همداسې یو کس ته سپارل شوي دي چې هغه هم یوازې او یوازې په ځينومحدودو کسانو باندې حسن نظر لري او په ډیرو دري ژبو هم حسن نظر نه لري، پښتانه خو هسې هم پریږده.
راځو د دې ټلویزون د نشراتو برخې ته:
۱- اعلانات:اعلانات چې کوم د دې ټلویزون لخوا جوړیږي ډیری یې دري وي او هسې یې پښتو پکې ګډه کړي وي که نه نو تاسو وګوری چې د افغان بیسیم لپاره یو جوړ شوی اعلان (اهنګ من) څنګه دی ښه به دا وی چې د آهنګ من په ځا یې زما سندره او یا دې ته ورته کوم ښکلی پښتو نوم ټاکلی وی.دې ته ورته ډيرې بیلګې شته دي. چې د هرې یوې وړاندې کول یې ډير وخت ته اړتیا لري چې دا به په یوه لیکنه کې روښانه نه شي او روښانه کیدل یې ډیر وخت ته اړتیا لری.
۲- خبرونه: د دوی خبري ساعت چې په څو ژبو پښتو، دري، ازبکی او انګلیسي دی، د دې ټولو په پرتله یې پښتو ډير کمزوری دی او ورته کومه ځانګړې پاملرنه نه کیږي، او پکې شته پښتانه چارواکي هم داسې کوم علمي کسان نه دي چې متن یې سم جوړ کړي. او دوی هم د خبر د مدیر تر سختې چاپلوسي لاندې راغلي دي او تل د دې چاپلوسې په ترڅ کې یوازې او یوازې غواړی خپل وخت واړوي او معاش واخلي، هر ټلویزون له خپلو مقرراتو سره سم د مرکزي او ولایتي خبریالانو لپاره بهرني سفرونه لري، خو پښتنو ترې هیڅکله هم ګټه نه ده اخیستې، د دې ادارې مدیر دومره په بهرنیو هیوادونو مین دی چې تل په خپله روان وي او
د همدې لپاره یې خپل پاسپورت په جیب اچولی وي چې غږ شي دی او د ده کاري ډله بیا یو نه یو بهر ته تللی وي. خو د خبر مدیر په هر سفر کې ګډون لري.
۳- د پروډکشن او سریالونو برخه: دا برخه کې هم یوازې که یو سریال پښتو وي د هغه ژباړه او دوبله هم ټوله غلطه ده چې د یوې ژبې له اساس او ګرامر سره یې کفر بللی شو، په دري ژبه یې سریالونه ښه دي خو محتوا د سریال یې هم ټول هندوییزم ته تبلیغ دی که نه نو د دولهن په نوم سریال به تاسو لیدلی وي چې څنګه به د بوتانو لپاره تبلیغ کیده او د افغانانو ذهنیتونه پرې خرابیدل، اوس یې دا ده دا سریال پای ته رسولی دی او نوی کوم یې پیل کړی دی چې هغه له دې څخه بد تره دی. خو د دوی په خپرونو کې چې په دري ژبه دي او خپرونې یې د دې هیواد د اوریدونکو لپاره د منلو وړ دي هغه د متخصص صیب کیسه ده چ
ې ډيره ښکلې ده او ډير لیدونکي لری او زه په خپله د دې خپرونې وړاندې کونکي متخصص ته آفرین وایم، بله یې څه ناڅه ښه ده د سلامت او ملامت خپرونه خو په دې که یو وړاندیز لرم هغه داچې که یو کس پښتون او بل دري ژبی وی ډير به ښه وی خو دا خپرونه یې هم د افغانانو لپاره ډيره ګټوره ده آفرین دي وي پرې.
اوس د ښاغلي بیات څخه د یو افغان په توګه غوښتنه کوم چې خپل شخصیت ته دې پام وکړي او خپل اقتصادي، سیاسي، او ټولینز شصخیت دې د ده په ټلویزون کې په داسې منحوسو څیرو نه خرابوي ځکه چې کیدی شي دا تبلیغات ډير زور ونیسي، د دې ټلویزون په ټوله رهبري دې له سره کتنه وشي، د خبر له مدیر څخه بیا تر اداري، او رییس پورې دا ټول کسان دې له دندو څخه لرې کړي او په ځای دې نوي کسان وګماری ځکه چې د دې کسانو ذهنیت خراب شوی دی ، عقل، شعور او افغانیت یې له منځه تللی دی. د دوی کړنې کولای شي چې د بیات او افغانستان په وړاندې ډيرې بدې اغیزې ولري. ټول خبرونه، خپرونې اوسریالونه دې د هیو
اد د ټولو ژبو سره سم وړاندې شي، مړې شوې او له منځه تللې پښتو خپرونې دې بیرته را ژوند ی شي او هم دې معیاری کسان وګمارل شي، ځينې ځينې پښتانه چې پښتو خپرونې جوړوي په پښتو هم سم نه شي غږیدی وړ او متخصص کسان دې په دندو وګماري ترڅو سم خبرونه وړاندې کړي. تاسو به څو ځلې لیدلي وي چې ځينې وخت یې پښتانه خبر لوستونکي داسې څه وايي چې مکسیکو ته مسکوته وايي چې دا ټول ما اوریدلي دي او که نه د دې ویډیویي بیلګې له ماسره شته دي کیدی شي وروسته یې وړاندې کړم. پښتو خپرونې چې شته دي ډيرې ناسمې بې معیاره دي، ښاغلی بیات دې دې ټکي ته پام وکړي او د اریانا په نوم د ملي یوالی په نو
م هسې خوشې چټي یو ټلویزون دې واقعي!ملي کړي، او که ملي توب یې نه غواړي او د همدې کسانو په کړنو خوښ وي بیا یې هم څوک نه وژني دا شته بې معیاره خپرونې دې بندې کړي او یوازې دري ژبې او یا ازبکي ته دې کار وکړي او دا شعار چې وايي( اریانا مظهر ارمان هايي ملي) دې هم نور د خپل سکرین څخه ډیلیټ یالرې کړي، هیله ده چې بیات صیب او د دې لیکنې هغه لوستونکي چې له ښاغلي بیات صیب سره اړیکې لري دا لیکنه او د یو افغان غږ دې تر دې ښاغلي ورسوي.
د ملي یووالي او تل یو موټي افغانستان په هیله