نوى غزل




لاړه شه نېږدې راپسې مه راځه
ښه يم بې څېرې راپسې مه راځه
ياره جدائي پــــــــــه دعا تېره کړه
مه کوه ښېرې راپسې مه راځه
راز مو ګرځېده په لوڅو سترګو کې
جوړې شوې کيسې راپسې مه راځه
ما د خپل تقدير قلمې خلاصې کړې
ما پسې راځې راپسې مه راځه
سر زما په قبر پسې مه وهه
بندې دروازې راپسې مه راځه
څله ځان خبر ساتې په ماپسې؟
ګوره زمانې راپسې مه راځه
زه طالب که بېرته تا له رانغلم
اوښکې کړه ذرې راپسې مه راځه
طالب منګل