د ایران کې چاودنې ۳ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي( یوه نۍ/۱۸ د وري)، د سرچینو له قوله چې د ایران د کښتۍ جوړولو په یوه فابریکه کې د چاوندې سره درې ایراني انجنیران وژل شوي دي.
 
د سرچینو له قوله چې دغه چاودنه بندر عباس ته نږدې په یوه فابریکه کې شوې ده. دغه فابریکه د ایران دفاع وزارت ته کښتۍ جوړوي.
 
ایراني چارواکي بیا ویلی چې چاودنه په یوه اوبتل کې د بېتریو د خرابوالي له امله رامنځ ته شوې ده. ددویله قوله دا اوبتل تر کار لاندې و او بېتریو یې چاودنه کړې ده.
 
خو داسې اټکل هم کېدا شي چې چاودنه د چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې وي. خو ایراني حکومت په دې اړه تر دې ډېر جزیات نه نه دي ورکړي.