
روهي( یوه نۍ/۱۸ د وري)، لیبیا کې د پوځي قوماندان جنرال خليفه حفتر ځواکونو په داسې وخت کې د پلازمينې ترابلس پر لور خپل پرمختگ ته دوام ورکړى چې نړيوالو د جگړې د درېدو غوښتنه کړې ده.
د پلازمينې پرلور په څو برخو کې د جنرال خليفه او د نړيوالو ځواکونو ترمینځ نښتې هم شوي دي.
د سرچینو له قوله چې جنګ په کلیو کې شوی دی.
د ليبيا هوايي ځواکونه چې په نامه د حکومت په لاس کې دي وايي د پلازمينې سويلي لور پنځوس کيلومترۍ کې يې تېر سهار پر يوې سيمې بمونه غورځولي. په دغه بمبارۍ کې د اوښتې مرگژوبلې شمېر لا نه دى څرگند خو د جنرال حفتر د قومندې لاندې ځواکونه چې ځانونه د ليبيا ملي پوځ بولي د غچ اخيستو گواښونه کړي.