چین سیچان ولایت کې ۳۵۰ اور وژونکي په اور کې بند پاتې دي

روهی( یوه نۍ/۱۸ د وري)، د چین هېواد د سیچان ولایت کې نن ورځ د اور وژنې ادارې کارکوونکي هغه وخت په اور کې بند پاتې شول کله چې دغو اور وژنکو غوښتل چې په یاد ولایت غرونو کې لګېدلی اور ووژني.
 
همدغې سیمې ته اوس د اور وژنې نور کارکوونکي رسېدلي دي ترڅو خپل ملګري د اور څخه وژغوري او اور مړ کړي.
 

د دغې اور د کبله د تلفاتو شمېره تردې دمه رسنیو سره نه ده شریکه شوې. یوه اوونۍ وړاندې هم چین کې د اور لګېدنې له کبله مرګ ژوبله اوښتې وه.