د احساس او د الهام چې یارانه شي
خالي زړه وی د شعرونو خزانه شي
چې رنګونه پرې راغونډ شي پيمانه شي
نو رنګونه ترې راتوی شي ترانه شي
د دانې په مينځ کې پټ دي خروارونه
له خرواره چې رابېله شي دانه شي
حقيقت په حقيقت کې حقيقت وي
چې فريب ورسره ګډ شي افسانه شي
په اورونو د دنيا يې پروا نه شي
چې لمبو سره بلد شې پروانه شي
د خبرو يو اعزاز دې زما نه شي
په کردار چې مې قايله زمانه شي
خفګان څه دے که دا مال او زر ستا نه شي
افتونه دې خوښ نه دي چې ستانه شي
خا موشۍ ته چې جمود وايې خطا دی
چغيدونکې مرغۍ زر زر نشانه شي
عندليبه ملغلرې پکې توی کړه
چې شعرونه دې په تول باندې درانه شي
عندليب، دير/ تالاش
وروستي