پاکستان ۳۶۰ هندي بندیان د خپلو بندیخانو څخه ازادوي

روهي( نۍ/۱۷ د وري)، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دوي به په روانه میاشت کې ۳۶۰ بندیان د خپل بند څخه ازاد کړي.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل رسنیو ته وویل چې د دغو بندیانو څخه ۳۵۵ یې ماهي نیونکي وو او پاتې ۵ یې عام وګړي وو چې د دوي د بند موده پوره شوې ده.
 

د جنوري په میاشت کې د دواړو لورو بدل شویو لیستونو له مخې، په هندي جیلونو کې۳۴۷ پاکستاني بندیان شتون لري، چې ۲۴۹ یې هغه کسان دي چې د ملکي خلک او ۹۸ یې ماهي نیونکي دي.

د پاکستان په بند کې بیا ۵۳۷ هندي بندیان شتون لري، چې ۴۸۳ یې ماهي نیونکي دي او پاتې نور یې عام وګړي دي.