امريکا د ايران سپاه پاسداران د ترهګرو په نوملړ کې شاملوي

روهي (نۍ/۱۶ د وري)، د رویټرز خبري اژانس ليکلي دي چې د امريکا حکومت د ايران سپاه پاسداران د ترهګرو په نوملړ کې ورګډوي.

دغه لوېدېځې رسنۍ ليکلي دي چې دغه پرېکړه به د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له خوا همدا اونۍ اعلان شي.

ايران د امريکا د دغه کړنې په غبرګون کې ويلي دي چې ايران به يې په اړه چوپ پاتې نه شي او امريکا ته به يې خواب ورکړي.

که چېرې امريکا د ايران سپاه پاسدران د ترهګرو په نوملړ کې شامل کړي نو دا به لومړی ځل وي چې د امريکا حکومت د يو هېواد رسمي پوځ د ترهګرو نوملړ کې اچوي.