امکان د سولې نه شته دی، د جنګ خبرې کيږي
مــلـت راپـاريــدلــې دی ، د ننګ خــبرې کـــــــيږي
مونږ کړې نوره څه دي، بې له جنګه په دنيا کې
يــواځــې د پښتون د تـورې شــرنګ خـبرې کــيږي
دوی وايي دغه خاوره دا ملت دې تجزيــه شـــي
اوس ولــې؟ کلـــه کلـه دغــــه رنګ خـــبرې کـــيږي
اې خــلـکو نـوره لاس لـــه دغــه کاره څخه واخلیء
تــرڅـــو بــــه د کــوکنــارو او د بنګ خــبرې کـــيږي
خـدايږو کــه بـــه احساسـه دا وطـن زمونږ اباد شي
تــر مـنځ چــې د کلـتور او د فرهنګ خــبري کــيږي
حميد احساس
وروستي