
روهي (جمعه/۱۶ د وري)، پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ نوې اداره له سخت اقتصادي بحران سره مخ ده او خلکو په حکومت نيوکې کوي.
رویټرز په يو مطلب کې ليکلي دي چې په تېرو پنځو کالونو کې په پاکستان کې اوسنی اقتصادي بحران تر ټولو سخت دی او د خلکو ژوند يې ګواښلی دی.
يو شمېر پاکستانيان وايي د عمران د ژمنو خلاف په دغه هېواد کې غريبۍ زرو اخېستی او حکومت د غريبۍ د ختمېدو پر ځای غريبان ختموي.
عمران خان هم اقتصادي بحران مني، خو ويلي دي چې د تېرو حکمتونو ناکامې اقتصادي پالېسۍ لامل شوې چې هېواد داسې يو وضعيت سره مخ شي.