
روهي (جمعه/۱۶ د وري)، د افغان روغې - جوړې لپاره د امريکا ومتحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استاز زلمی خليلزاد نن جمعه سهار اسلام اباد ته ورسېده.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې خليلزاد د دغه وزارت له مرستيالې ميرمن تهمینه جنجوعه او يو شمېر نورو دپلماټانو سره وکتل.
اسلام اباد ته د خليلزاد سفر تېره ورځ مهال وېش شوی وو، خو په افغانستان کې د يو شمېر لېدونو او بوختياوو له امله نن ورځ تر سره شو.
نوموړی به د شاه محمود قريشي په شمول له يو شمېر پاکستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه خبرې اترې وکړي.