
له ډاکټراحمدذکي لودين سره خواخوږي اودفاتحې خبرتيا!!!
داپه يـــاددمـــحـبـــــــــــت درســره واخـــله
دژوندون شمعه به مړه وي موږبه نـه يو
کل نفس ذائقة الموت
په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دځوان ليکوال اودشاپ دمجلې مسوول چلوونکی ډاکټراحمد ذکي لودين پلاردمشرانوجرګې دامنيت مسوول الحاج بريدجنرال غلام محمدلودين له فاني نړۍ څخه سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دتل لپاره دپاى ټكى کېښود.
انالله و انا اليه راجعون
دارواښادلودين دروان کال دتلې دمياشتې په شلسمه نېټه دکابل ښاردسردارمحمدداوود خان روغتون کې ساه ورکړه ، اوجنازه يې دتلې په يوويشتمه نېټه دلوګرپه ولايت کې دارواښادپه خپله پلرنۍ هديره کې خاوروته وسپارل شوه.
څومره ظالم يې مرګه دومره صبرهم نكوې
چې يې دزړه ناغوړېدلې هيلې وغــوړېږي
دارواښاد فاتحه دشنبې په ورځ دتلې دمياشتې په دڅلورويشتمه نېټه دکابل ښاردڅلورم مکروريانونوپه سيمه کې دحضرت ابوبکرصديق (رض) په جامع جومات کې له يوې نيمې څخه تردرې نيموپورې ديوې ورځې لپاره اخيستل کېږي. دوستان اوخواخوږي دې خبروي.
په خواخوږۍ
انجينيرهمت الله امين زى