ډنمارک هېواد کې پارلمان ته د ماشومانو سره په تلو بندیز ولګول شو

روهي( پنځه نۍ/۱۵ د وري)، د ډنمارک د پارلمان رییسې ( پیا کیرسګارد ) رسنیو سره خبرو کې ویلي دي چې د د حکومت د پریکړې له مخې له دې وروسته پارلمان ته ماشومانو سره د وکیلانو په راتګ بندیز ولګول شو.
 
هغې ویلي چې په نوموړې مسلې د پارلمان اداري هیت رای اچونه وکړه چې د رایو په اکثریت سره ومنل شوه.

د ویلو ده چې ددینه مخکې د ډنمارک پارلمان ته د ماشومانو سره د وکیلانو د تګ راتګ په اړه کوم شرط شتون نه درلود.
 
تیره میاشت د ډنمارک په پارلمان کې د محافظه کار ګوند غړې میتي ابیسګارډ د خپل ماشوم سره د پارلمان په غونډه کې ګډون کړی وو.