سوله او زموږ سیاسي آندونه

دا مهال چی د یوې وړې کړکۍ له کنج نه د سولي د رڼا څرک را رسیږي ، په رسنیو کي په ییلابیلو کچو هر څوک د خپل آند سره سم قلم چلوي . څوک خلیلزاد ته سپکي سپوري وایې او افغان دښمن یې بولي. څوک بیا په اشرف غني ملنډي وهی چي ګویا د سولي په لاره خنډونه جوړوي او بیلابیل کسان د بیلابیلو زاویو نه د سولي رواني پروسې ته ګوري. ځینو خو لا ټول نزاکتونه له پامه ایستلی ، سترګي یې پټي او د خولي نه یې لاس اخیستي وي . دا کسان د احساساتو توره بیباکه چلوي او د میدان قهرماني غواړي.

راشئ په دي باندی فکر وکړو چي سوله غواړو، که نه؟ داسی څوک به پیدا نشي چي « نه» ووایي. ښه نو، اوس که د سولي اړتیا وینو، بیا پکار ده چي د سولي پر بیلابیلو اړخونو په عیني توګه و ږغیږو.

د سولي اصلي خواوي کومي دي؟ البته امریکا، طالبان او افغان حکومت په لومړي سرکي راځي، پاکستان په دوهم، ایران او روسیه په دریم، هند او چین په څلورم . . . . . موقعیتونو کي ځای لري.

د ا مریکا اوسني حکومت تر ټولو پخوانیو حکمتونو دا ګړی د سولي لیوال ښکاری . طالبان هم که د هر علت له مخي وي ، دریځ یې تر بل هر وخت د سولي په ګټه نرم کړی دی. افغان حکومت که دا کړی په مثبتو پریکړو کی لا تر اوسه پریکنده رول نلري، مګر په منفی اړخ کی که خدای مکړه و غواړي ، خنډونه جوړولای ، مګر په ظاهره خو ځان د سولي ټینګ پلوی بولي.

امریکا ددې د پاره چی د سولي دمخته بیولو پخاطر ملا وتړي، مجبوره ده چي دا دنده خپل یوه ډیر اعتمادي کس ته وسپاري چي پر مخ یې بوزي. دا ګړی یې ښاغلي خلیلزاد دې کار ته ګمارلي دي. څه فکر کوئ، چی که یې دا کار یوه بل امریکایي ته سپارلی وای، زموږ افغانانو د پاره به ښه وای او که همدغه خلیلزاد د افغان سولي په ګټه دی؟ خلیلزاد که سل چنده نور هم امریکایي شي ، بیا یې هم په رګونو کی افغانی وینه بهیږي او تر بل هر امریکایي یې باید پر افغانانو باندي زړه و سوزي . ددې خبري مانا دا شوه چي د امریکا له پلوه تر خلیلزاد موږ ته بهتر استازی نشته.

را به شو افغان لوري ته . دلته د حکومت نه بهر افغان اولس لا تر دغه دمه عملی پریکنده رول نلري. مطرح کسان چي باید د حکومت له دریځه دا کار مخته بوزي، هغه اشرف غني، ډاکتر عبدالله ، اتمر او کرزی دي. زه نه وایم چی تر دوی نور لایق او وطنپال کسان نسته. که وي هم، هغه کسان اوس په خاموش اکثریت کي ورک دی او رول صفر ته تقرب کوی. بیا نو موږ اړ یو یوازی دغو څلورو کسانو ته د اُمید سترګي واړوو. د دوي له ډلي نه اشرف غني د یوې خوا قانوني واک پلاس کي لري او له بلی خوا د پاتو درو نورو کسانو په پرتله نه په لیاقت کي تر هغوي کم ښکاري او نه هم په وطنپالنه کي . بیا نو دلته هم موږ مجبور او اړ یو چي و غني ته د اُمید سترګي کږې کړو. دا همداسی ده ، که یې د بد او بدتر تر منځ انتخاب بولئ او که یې دده قانوني حق.

ځینی بیا نارې وهی چي باید د نژدې دوو تیرو لسیزو لاسته راوړني د سولي قرباني نه شي . ددغو لاسته راوړنو په سر کي د بشر د حقوقو په غیږه کي د ښځو حقوق ډیر یادوي . زما په آند تر اوسه لا نارینه هم پدې حالت کي چي د جنګ اورونه بل دي، اړین حقونه نلري او له بله پلوه د بشر د ټولو حقوقو په محراق کي د انسان د « ژوند حق » واقع دی. په جنګ کی همدا اوس زموږ ټول هیوادوال ددغه اساسي او بنسټیز حق څخه بې برخي دي. تلپاتې سوله له هرڅه نه وړاندي موږ ته دغه د ژوند حق خوندي کوي. د جنګ لعنتي منګولو انسانان (نر او ښځي) ددغه تر ټولو مهم حق څخه بې برخي کړیدي. باید دا و منو چي ټول د بشر حقونه د ژوندي انسانانو د پاره ټاکل شویدي. مړه کسان یوازی د شپږ متره کفن او یوه قبر حق لري.

که سولي ته د ژوند په مانا وګورو، بیا نو د ژوند د حق د تر لاسه کولو په موخه باید ځیني شیان چي تر دغه حق په ټیټه درجه کي ځای لري، قربان کړو. ځیني کسان چي وایي په هیڅ قیمت مؤقت حکومت نغواړو ، هغوي باید پدې پوه وي چي اصلي هدف ژوند او سوله ده. د حکومت ډول ددغه هدف د تر لاسه کولو د پاره یوازی یوه وسیله ده. که چیري داسی حالت راسي چي تلپاتې سوله صرف د یوه مؤقت حکومت په شرط تر لاسته کیدونکې وی بیا نو باید پوه شو چي حکومت د ژوندیو انسانانو د پاره دی او د ژوند پخاطر باید دا قرباني هم و منو. که څه هم دا خو کومه ستره قرباني هم نده. یو مؤقت حکومت به تر دغه کمزوري سهامي حکومت څه نیمګړتیا ولري؟ دې خبري ته مو هم باید پام وي چي که اړتیا وویني ، فرمان والا دا قرباني را باندي په فرمان سره هم منلاي شي. دا اصل به تل په پام کي و لرو چی د ازاد سیاست میز هغه وخت په سوک باندي ټکولای شو چي په اقتصادی لحاظ پر خپلو پښو ولاړ یو. احساسات باید د سیاست پر منطقو بر لاسی نکړو . پدې کار سره که یو قدم مخته اخلو، دوه قدمه شاته ځو. ددې د پاره چي د فرمان والاوو څخه ځان خلاص کړو، باید په هر قیمت چي وي، و یوې تلپاتي سولي ته لاره پرانیزو او غاړه ورته کښیږدو. داځکه چي دا فرعونان د جنګ په غیږه او زموږ په اقتصادي کمزورتیا کي فرمان والا شوي دي او په سوله کي چي اقتصاد مو وده کولای شي ، بیا نو د هر پردی فرمان نه را باندي چلیږي.

د اوسني ورځي د حالاتو په پام کي نیولو سره دغه زما تحلیل دي چی د خپلو قلموالو دوستانو سره مي د زړه د خوالو په ترڅ کي شریک کړ . نور تاسی پوه شئ او قلم مو.
ـــ د هغي ورځي د راتلو په هیله چي پر خپلو اقتصادي پښو ولاړ یو او ازاد سیاست کوو !