ترکیه امریکا دې انتخاب وکړي چې دوستی په مخ وړي او که دوستي د ګواښ سره مخ کوي

روهي( پنځه نۍ/۱۵ د وري)، د ترکیې د ولسمشر مرستیال فواد اوکتای ویلي چې امریکا متحده ایالتونه باید پریکړه وکړي چې د ترکیې سره د نږدې متحد په توګه پاتې کیږي او که د دواړو هیوادونو ترمنځه موجوده دوستي د ګواښ سره مخامخوي.
 
د ولسمشر مرستیال اوکتای دا څرګندونو د امریکا د ولسمشر د مرستیال مایک پنس د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وکړې.
د امریکا مرستیال ولسمشر پنس د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د سیستم د رانیولو په اړه ویلي وو چې ترکیه باید د ناټو د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو ترمنځه یو انتخاب وکړي.
 
هغه ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ وايي چې د ترکیې لخوا د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي توغندیو د رانیولو د مسلې په اړه به چپ پاتې نشي.
 
همدا ډول د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای بیا د مایک پنس د څرګندونو په ځواب کې ویلي دي ( امریکا هم باید خپل انتخاب وکړي ، د ترکیې سره یو خای او نږدې پاتې کیدل غواړي او که د دښمنانانو په مقابل کې د ناټو سازمان د متفقینو دفاعي ځواک د لمنځه وړو په خاطر د ترهګرو سره همکاري او د ترکیې سره موجوده دوستي د خطر سره مخامخول غواړي.)