
همزولي او ملګري شاعراوليکوال جلال امرخېل ته دليک په ډول!
هسې خوهم ډېردرته کم يم چې په کابل وې، ستاله ديدن څخه برخمن نه شوم. له زړه درته وايم ډېره مينه مې لرله چې کلونه پس دې بياهم له نږدې ووينم اوهغه خبره چې تاراته ويلي وه چې چاته به نه وايي او ماهم درسره ژمنه کړې وه چې چاته نه وايم اودرته ويلي مې وه چې هغه وخت يې خامخاوايم چې ته واوسې او بهيروال ملګري هم راټول وي، په هغه ژمنه لاهم ولاړ يم چاته مې نه دي ويلي اونه وايم ترڅوچې بياهم هماغه سباراونه رسېږي.
ياره يوروڼ حقيقت درته ووايم... هغه ورځ مې له ځانه سره فکر کاوه ... ماويل مينه چې مطلب ته ورسيږي هغه يې دپای ټکی شي ... دازمادژوندتجربه ده اودمينې دفلسفې هم يواصل ... بيامې دې فکرته په ليکلوسره دوام ورکړ ... مينه تندې ته وايي، مينه لېوالتياته وايي، مينه دجدايي غم ته وايي، مينه دزړه درد ته وايي، مينه انتظارته وايي، مينه دسړې سا روهي ارامتيا ته وايي، داهرڅه ترمينې وړاندې دي، خوچې مينه ترسره شوه، بيامينه نه شوه .بياترډېرو وروسته مې داسې ومنله چې مينه لېونتوب دی. داچې ولې په دې اوس هم نه پوهېږم خو ... يوڅه شته چې په دې او دومره باندې مې قناعت وکړ.
يار - بيا پردېسې ته لاړې! بيابه دې کابل اوننګرهاردزړه په غولي خاپوړې کوي، دهېوادمينه به دې بيادپردېسۍ اويوازېتوب په نامه زوروي او دردوي ځکه چې :
سربه دې څه خوږوم ياره
په مادټولې پښتونخواباردي غمونه
ورور ماخپله خووصيت کړی دی چې بدن مې بې له تابوته خاوروته وسپاري، ترڅودوجودغړيوخاوره شوې خاوره مې دافغانستان دخاورې يوه برخه پاتې شي.
ياراقرارکوم چې دالفاظو دجادوګرۍ اولوړوخيالونواوانځورونوپنځول زمادوس خبره نه ده، په ژوندكې مې ټول څه زمادخوږې اوسپېڅلې مينې انځورونه دي، چې دښکلاخالق ته دهغه په عظمت اوسپېڅلتيا دزړه له تله قايل يم .
ځکه چې دغې مينې زه دخيال اوفکرپه صحراکې ترهغه بريده ورسولم، چې ترهغورنګينوکرښووړانديې ددنياوي ښکلاهررنګ سولېدلى ؤ، اويوازې ديوه نه پناه کيدونکي نورجلوې خورې وې، همدغه جلووزماسترګې وغړولې . اودزړه په بڼ کې مې دلايزاله ښکلاوږمې خورې شوې، په همدې سره مې له سترګوهم دمينې اومننې اوښکې وڅڅېدلې، زه مې دزړه مينه دخپل ژوندترټولوقيمتي سرمايه ګڼم اوپه ساتلويې وياړم . زماپه وړاندې دې ياره له مينې دې مننه پوهېږې دجلان په خبره چې وايي کله چې شعرليکم نوفکر کوم چې دکايناتوښکلابه ټوله زماپه لاس کې وي، همداسې زه هم کله چې ته رايادشي نوهماغه خبره دې راياده شي چې بيايې هم نه درته وايم... ځکه چې ژمنه مودبهيروالو په ګډون دبهيردريځ دی.
ورور په خواشينۍ سره چې په دې ورځوكې له مابېشهامته لږغوندې رسمي سړى جوړ شوى دى، پوښتنه مې کمه کړې هيله ده چې ښه به وې او زه ډاډه يم چې هرڅه سم تېرېږي .
نويارته مې په توله سترتياسره وبښه .
ستادمينې پوروړى
ستاكشر
اوتــه ورتــه ګران
اوپاتې شو ...
ستاتصويردګل تصوير
دواړه يودبل تصوير
له ليناجان شريفي څخه په مننې سره چې کومه شعري ټولګه دې چې راته په آزادۍ راډيوکې پرېښې وه، هغه يې راته ساتلې وه اوکله چې له سفره راستون شوم، راته يې راکړه.
ټوله شپه بېداريم له سپوږمۍ ځينې ليلاغواړم
مه مې سوزوه مينې لمبوته دې لږ ووايه
بياهم مينه بياهم درد ... بياهم پښتواوبياهم پښتانه ... چې زمادزړه ټکوردی په کابل کې...
ياره له ژونده مې زده کړل، ترڅوچې نفس په قفس کې دى بايدکاروکړو، دمينې رامنځ ته کول خپل مسلک وګرځوو، چې وخاندواونوروخندوو، ځکه چې خندل هنراودنوروخندول ترهغه ستر هنر دى.
اوته پوهېږې چې هېڅوک دماتې خوړلولپاره نقشه نه کاږي،بلکې دانقشه ده که چيرې غلته وويستل شي دماتي سبب ګرځي. اوبياترغلتۍ وروسته پراوښکوڅه نه ليکل کيږې ځکه چې وچېږي اوهغه څه چې موليکلي وي نه معلوميږي.
جلاله باور ولره په دې نه خفه کيږم چې ستازړه کې به څه وي، خو په دې به خامخاخفه شم چې ته دې خپلې موخې ته ونه رسيږې. بياهم هماغه خبره (چې نه يې درته وايم).
يوبهرنی پوه وېکتورهوګووايي ښه شعرهغه دی چې يوپراخ هيومانيزم ولري، په يوه ټاکلي زمان پورې تړلی نه وي، ژوند پکې وي، وسيله نه وي اوهرهغه څوک چې په شعرکې له ښکلاپرته دبل څه شي په اړه فکرکوي پوه هنرمندنه دی. ګل ګل شاعرانه دې په دې شعري ټولګه ((دواړه يودبل تصوير)) کې هم بيابياترسترګوکېږي.
حميدباباوايي، شاعران دماشومانوپه شان وي که کنځلې هم کوي په خلکوبدې نه لګيږي . اوپه دې کې کېدی شي داپلاتون خبره هم څه ځای اوبرخه پيداکړي چې وايي ليونى، شاعراوفلسفي له يوې خټې نه جوړ دي.
دسترګوسيندکې دې ډېرنه ډوبېږم
دځان وژنې اراده نه لرم
دومره به ووايم چې بدمې کړي
جانانه بله بهانه نه لرم.
درابنس په نوم يوبهرنی پوه وايي، شعريوه ژبه ده چې په کم يا زيات هيجاني ډول هغه څه ووايي چې ويل کيداى نه شي.
ژمی، کابل، زماغربت اوستانرۍ لوپټه
دباران شپه له مانه هېره ده، خوته مې په ياد
مورې! دنياراباندې وچورلېده، سرمې دروندشو
مورې! قبله له مانه هېره ده، خوته مې په ياد.
جبران خليل وايي څوك چې ژړلى نه شي هغوي ښه شعر نه شي ليكلى. ستامينه له درده ډکه ده، اوکه هماغه ده چې وايي يتيم په ژړا زورور دی. پردېسۍ کې خوبايددې هرڅه ياد ددرد په نامه بدرګه شي. که څه هم چې په دې نړۍ کې ډېروانسانانومينه دپرخې هغورڼوڅاڅکوته ورته ده چې دسهاردلمرڅرک سره يوځاى دګلپاڼوله غېږو دتل لپاره دابديت په لورالوزي . خو له دې سره سره ريښتينې مينه بيا دپرخې دغه څاڅکو ته نه بلکې دګلپاڼوپه منځ کې هغه پټې وږمې ته ورته وي، چې دبادونواولمرسره سره ګلونه يوازې نه پرېږدي خودګل درژېدوسره يوځاى ديادونوپه هديره کې خاورې شي اووږمه يې څوک نشي وژلى . لکه ستاچې ده او همداده چې ارسطووايي چې مينه يوروحي تسکين دى اود دوو روحونوعاطفي تړون ته مينه وايي چې يوازې روحي لذت لري اوله جسم سره يې تړاو نه شته خواپلاتون وايي چې مينه بې له جسمي وصال نه منځ ته نه راځي. ستامينې ته هم کله په خيال کې لاړشم.
سترګې مې تورخوري سترګې مه پټوه
په ماخوله راځي، چې توره شپه شي
غم اوستاياد لکه همزولې خويندې
جوړه جوړه راځي، چې توره شپه شي
كورس بابايي پخپل يوه ناول (نن شپه اوښکې تويېږي) کې وايي کله چې له ماجلاشوه ويې ويل، زماښايسته ګله، که سل کاله وروسته مې قبروسپړې او زړه مې شته وي نووبه ګورې چې پرې ليکلي وي يوازې له تاسره مينه کوم.)
باور لرم چې ستاهم دورورۍ اوهېوادنۍ مينې لمبې څه ژورې ژورې خولې لږوي، ځکه چې درد يې احساسوې.
ژبورې، جنګېرکې، جنګېرکې
زړه مې څه له خورې! شيشکې، جنګېرکې
زړه هلمند، آرمان طالب اوداستاسترګې
بې پيلوټه الوتکې، جنګېرکې
دډېرې لرغونې زمانې څخه ترننه پورې دشعردپيژندنې اوارزښت په اړونداوږده اوتاوده بحثونه شوي دي، څوك يې دهنردرب النوع وينابولي چې دشاعرپه ژبه موږ ته اورول كېږي، څوك يې هغه كلام ګڼي چې په نفس كې خاص تاثير وكړي په داسې ډول چې يا خپګان پيداكړي يا خوشحالي. ځينو دغه كلمه (شعر) د تقليداومحاكات اوځينودتمثيل په ماناهم راوړې ده.
دغه رازځينوپه آهنګ لرونكي ډول سره دتندواحساساتوتخيلي افاده اوڅرګندونه ګڼلې ده.
په هرحال شعردانسان دژوروحسي – عاطفي حالتونودبيان سمبول ياهغه خوندوره ويناده چې په هغې كې دويونكي (شاعر) فكر، پوهه، ذوق، دزړه هيجان او دروح آغيزه سره ګډو وي، داحساساتوڅخه راپورته شي اوداوريدونكو احساسات راوپاروي.
که څه هم اوس اوس دشعرداتعريف او پيژندنه زړه شوې ده، او اوس يې څوك نه مني ځكه چې معاصرشعرغزونې كړي دي، اوس شاعر يوازې ناظم نه دى، بلكې اوسنى شعراوشاعردټولنې رښتينى خدمتګاراحساس، ذهن اوبيناسترګو لرونكى اودټولنيزو واقعيتونو منعكس كوونكى هم دى.
ښکاره ده چې شاعربايددشعرپه ټولوباريكيواونزاكتونو وپوهېږي، دخپل اولس اوخپلوخلکو محكوميت، غم او خواشيني څرګنده كړي، دټولنيزوناخوالواوبدبختيوپه وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي اوګوتنيونه ورته وكړي. دادهرشعردشاعردځانګړي فكري حالت زيږنده دى، شاعربياطبعاَ دخپلې ټولنې، چاپيريال او پيښونه اغيزمن شوى دى، دادشاعرخپل رسالت دى، چې خپل احساس په رښتينى او واقعي ډول وړاندې كړي. اوتادامسوليت دې په ټول ډاډ او باور سره ترسره کړی دی . له همدې امله ده چې ستاشعر همېشنی دی ځکه چې كه په شعرياليكنه كې شاعراوليكوال په صداقت اورښتينولۍ سره ټولنيز واقعيتونه نه وي بيان كړي، نو هېڅكله به هميشنی هم نه وي اونه به دخلكو په زړونواوخولوكې تلپاتې شي.
بشپړ ډاډشته چې ته به دمينې اوعاطفې دلېږد ترڅنګ خپلې ژبې ته دخپل شعري کلام په لرلوسره ډېرداسې څه وکړې چې ديوشتمې پېړۍ په نړيوال کلي کې دوياړپته شي، او ددې لپاره ګرانه پښتودډيروبډايوادبياتوخاونده چې په باختری ژبوکې يواځينۍ دليک لوست ژبه ده، پښتو ژبه دهيواددملي اورسمي ژبې په توګه پيژندل شوې اودهيواد ۶۲سلنه وګړې پرې خبرې کوي. دنړۍ ژب پوهان پدې باوردي چې ژبه دکلتوريومهم رکن اوکلتوري ليږدووسيله ده چې دقومونوترمنځه دنسلي ګډون اويووالي يوه څرګنده بيلګه ده.
پوهان په دې انددي که چېرې ژبه ديوه ملت څخه واخيستله شي، نور نو هغه ملت ژوندی ندی اودزمانې په اوږدو لکه بې خاونده کاروان په نورومليتوکې حل کيږي . دژبې څخه دهرملت ملي پيژندنه اوځانګړنيې له ورايه ښکاري چې تل ورته په هغه سترګه وکتل شي چې موږته دپخوانيوڅخه په ميراث راپاتې ده، دپښتوژبې په بډاينه اوپنځېدنه کې دهرپښتون ستره دنده ده چې دپرديوديرغل څخه يې خوندي وساتي اودژبې دسوچه والي اوپنځېدو لپاره رغنده ګامونه پورته کړي پښتوژبه لاتراوسه ناوې اوچايې دښکلي مخ څخه پړونی ندی پورته کړی. که څه هم چې دوخت زمامدارانودانه چې هغه يې ونه ستايله لانورهم زرګونه منه خاورې يې پرې واړولې، داژبه پخپله ارته سينه کې هغه سوچه اوښکلي «ويې » « لغات » لري چې په نورو ژبو کې يې دڅرک تصورهم نشي کيدی خ دبد بختۍ ځای دا دی چې پرديوادبياتوزموږ غوږونه دومره راډک کړي دي چې دخپلې ژبې داوريدولپاره پکې ځای ندی پاتې موږ خپل سوچه لغات پريږدو اودنورو ژبو لغاتوته په خپله ژبه اوويناوکې ځای ورکوو چې دهغې په ويلو هم چندان ښه نه ښکارو، داچې موږ خپله دنده دخپلې ژبې اوقوم په هکله خپله دنده ترسره کړې. دازموږګرمتياده.
ټولوته جوته ده کله چې په ۷۵ ع کال کې « يورشلم » د روميانو په مټ وران شو يهوديان په ټوله نړۍ کې تيت او پرګ شول خو ددې تيت او پرګ کيدو سره سره يې خپل دين او فرهنګي يووالی وساته او په نورو ملتو کې حل نشول ، دوي په پيل کې خپلې ژبې ته داسې پاملرنه وکړه چې د خپلو خلکو لپاره يې لازم شرطونه کيښودل اوترنن تاريخ پورې يې سوچه وساتله نن دوي دژوندهغه ورستي پړواو ته رسيدلي دي چې نړۍ ورته د احترام سرکوزکړي، چې دادژبې ساتنه اوديووالي پايله ده، چې دنورو څخه يې بايدزده اوپلي کړو!
نودعاکوم چې بخښونکيه خدايه!
ته پوهېږي چې انسان كېدل اوانسان پاتې كېدل په دې نړۍ كې څومره ستونزمن كاردى. څومره ستونزې ګالي هغه څوك چې انسان دى اودانسانيت داحساس څخه برخمن دى!
الهي پروردګاره ! كه انسان پوه شي چې په انساني لباس كې څومره ضرر رسوونكى دى، نو! ځاى پرځاى به يې زاره وچوي!
ياالله ته موږ ته دنېكوهدايت وكړې اوموږ دمضروانسانانوله ډلې څخه وساتې !
امين يارب العلمين
ستادلانوروپنځونواو لاسته راوړنوپه تمه
په شعردې برکت اوپه شاعرۍ کې دې همداسې په مينه دمينې لېږدوونکی واوسې
خداى دې راته ژوندى لره. جنډه دې تل اوچته او رپانده اوسه.
وروردې – انجينيرهمت الله امين زی
دمريخ علمي،ادبي اوکلتوري ډلې مرکزي دفتر، احمدشاه بابامېنه ، کابل.
خالي - نهم اکټوبردوه زره لسم