افغانان د سولې روانو خبرو ته لېواله دي!

دا چې سوله د هر مؤمن مسلمان غوښتنه او اړتیا ده، چې بې له سولې د یوه انسان یا یوه ژوندي ژوي ژوند کم سری او نیمګړی دی. خدای پاک د سولې په اړه زموږ په خوږ کتاب قرانکریم کې فرمایلي: (وَالصُّلْحُ خَيرٌ) ژباړه: په صلح کې خیر ده. (النساء / ۱۲۸)

اسلام هغه سپېڅلی او مقدس دین دی، چې تل یې پر خپلو پیروانو د سولې، امن، ورور ګلوۍ او په ټولو چارو کې د منځلاریتوب غوښتنه کړې. نو مسلمان ته هم لازمه ده چې د اسلام دې غوښتنې ته لبیک ووایي.

د اسلام ستر لارښود حضرت محمد (ص) د سولې، ورور ګلوۍ او په انساني ټولنه کې د ښه ژوند تېرولو ښه بېلګه کېدای شی.

که موږ د اسلام مبارکې کلمې معنا وڅېړو، نو د عربي ژبې (سِلم) څخه اخېستل شوې چې د سولې، امن او ورور ګلوۍ معنا لري. نو ځکه موږ ویلی شو چې اسلام د سولې، امن او ورورګلوۍ دین دی.

دا چې په افغانستان کې د تېرو څو کلونو راهسې جنګ او جګړه روانه ده، چې له امله یې زموږ ډیری هېوادوالو خپل ورونه، پلارونه، خویندې، میندې او اولادونه پکې له لاسه ورکړل، په زرګونه نور ټپیان او په میلیونونه کډوالۍ ته اړ شول، په زرګونو پېغلې د پلار په کور کونډې شوې، په زرګونه میندې او پلارونه د خپلو اولادونو په ویر چیغې تر اسمانه ورسولې؛ تر بل هر چا افغانانو د سولې لپاره ډېره قرباني ورکړې او سولې ته ډېر تږي او لېواله دي.

دا چې په وروستیو کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې د امریکا د بهرنیو چارو ځانکړي استاذي زلمي خلیلزاد په منځګړیتوب تر بل هر وخت د سولې خبرې ګړندۍ شوې او افغانان یې سولې ته خوشبینه کړل.

د افغان سولې په تړاو مونږ د څو هېوادوالو نظرونه راخستي، چې دلته یې د نمونې په توګه د څو تنو نظرونه را اخلو.

جمیل رحمان: یو تن ښوونکی یم، د افغان سولې په تړاو زما نظر دا دی، مونږ په افغانستان کې داسې سوله غواړو، چې د پردیو لاسوهنه پکې نه وي او د افغانستان ګټې پکې خوندي وي. لکه تیر ته په کتو چې ډاکټر صیب نجیب الله کوم شان سوله غوښته هماغه شان ونه شوه، د هغه په څېر سوله نه غواړو چې د افغانستان بربادۍ پکې وي، د افغانستان د پرمختګ مخه ډب کوي او د افغانستان وګړي د دې حالت څخه لا سخت حالت ته بوځي.

قریب الرحمان: د پکتیا پوهنتون د ژورنالېزم د څلورم ټولګي زده کونکی یم، مونږه بین الافغاني سوله غواړو، مونږ داسې سوله غواړو چې زمونږ د هېواد مشران، سیاسیون او ټول وګړي پکې برخه واخلي، مونږ داسې سوله نه غواړو چې امریکا او طالب دې سره کیني په سوله دې توافق وکړي او مونږ دې پکې خبر هم نشو، مونږ د دایمي او تل پاتې سولې غوښتونکي یو.

کرامت الله اخلاص یار: یو تن ژورنالېست یم، زما په نظر که چېرې افغان دولت غواړي چې په افغانستان کې یوه بین الافغاني او دومداره سوله قایمه شي، نو خبرې دې د پردیو په واک کې نه ورکوي، بلکې افغانان دې په خپله مشري واخلي.

جان اغا: د کابل یو تن اوسېدونکی یم، مونږ د یوې داسې سولې غوښتونکي یو، چې مالکیت او مشري یې د افغانانو په واک کې وي او د افغانستان راتلونکي نسل ته پکې خیر ورسیږي، نه داسې د تېرو کلونو په څېر چې مشري یې د نورو په واک کې وي او د هغوی ګټې پکې پالل کېږی او قرباني یې مونږ افغانان ورکوو.

نعیم ارین: یو تن خبریال یم، لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې روانې دي، مونږ هم د دې خبرو پایلو ته خوشبین یو، په دې هیله چې افغانان د دایمي سولې څښتنان شي او هیله مو دا ده، چې په دې پروسه کې سیاسي احزاب، مدني فعالان، علمأکرام، عام خلک او ټول ولس پکې شامل وي.

د پورتنیو نظرونو په تائید زموږ ډیری هېوادوال تربل هر څه د دوامدارې سولې او امن غوښتونکي دي او له دواړو خواوو (افغان دولت او وسله والو طالبانو) غواړي چې د بین الافغاني، د افغانانو په مالکیت او د افغانانو لپاره د دایمي سولې په پار کار وکړي.
(د یو آباد، سوکاله، ښېرازه، پرمختللي او سوله ییز افغانستان په هیله)