افریقا کې یوې ښځې په ونه کې لور زېږولې ده

روهي( پنځه نۍ/۱۵ د وري)، د افریقا موزبیق کې یوه ښځه چې له سېلاب د ځان ژغورلو لپاره د ام ونې ته ختلې وه، هلته یې لور وزېږوله.
 

د امیلا په نوم دې ښځې په داسې حال سارا زېږولې چې یو دوه کلن زوی یې هم ورسره و.
 
د ایدای په نوم توپان موزمبیق کې تر ۷۰۰ کسان وژلي دي.
 
امیلا چې د کورنۍ یوازنۍ سرپرسته ده، له زېږون دوه ورځې وروسته ګاونډیانو وژغورله.
 
نوموړې د ملګرو ملتونو د ماشوم ملاتړې ادارې یا یونیسیف سره خبرو کې ویلي:
 
"له خپل دوه کلن زوی سره کور کې وم، کومه اطلاع هم نه وه، ناڅاپه اوبه کور ته را ننوتې. بل لار نه وه، بس له خپل زوی سره یوازې ونې ته وختلم".
 
امیلا له خپلې نوې زیاتې شوې کورنۍ سره ډومب ته نږدې لنډمهالي پناځي کې اوسېږي او روغتیا یې ښه بلل شوې ده.
 
تردې ۲۰ کاله وړاندې د موزمبیق سوېل کې د سېلاب په وخت یو بل ماشوم هم په ونه کې زېږېدلی و.