
روهي( پنځه نۍ/۱۵ د وري)، ایران کې د سېلاب له کبله د مړو شمېر ۶۰ کسانو ته لوړ شوی او په ځینو سیمو کې اوس هم د ژوند چارې په عادي توګه په مخ نه شي وړل کېدای.
ځینو سېلاب ځپلو سیمو کې اوس د نورې مرګ ژوبلې امکان هم تر سترګو کېږي. دغو سیمو ته کومکي ادارې تللي دي.
دغو سېلابون ۱۱ ولایتو کې خلکو ته زیانونه اړولي دي، چې ترټولو زیات زیان یې په ګولستان ولایت کې خلکو ته رسېدلی دی.