د الجزاير ولسمشر (عبدالعزيز بوتفليقه) استعفا ورکړه

روهي (څلورنۍ/۱۵ د وري)، د تېرو څو اونيو سوله ييزو لاريونونو وروسته د الجزاير هېواد ولسمشر عبدالعزيز بوتفليقه له خپلې دندې استعفا ورکړه.

نوموړی له تېرو شلو کالونو راهيسې چې په الجزاير کې کورنۍ جګړې پای ته ورسېدې؛ ولسمشر شو او په دې اساس پرې نېوکې کېدلې چې تر ډېره په واک کې پاتې شو.

نوموړي روانه اونۍ لنډمهاله حکومت اعلان کړ او درېيو مياشتو لپاره يې عبدالقادر بن صالح د لنډمهاله حکومت مشر وټاکلو.