ايران په سيلابونو کې

روهي (څلورنۍ/۱۵ د وري)، ايراني چارواکي وايي چې له تېرو څو اونيو راهيسې د دغه هېواد په مختلفو ولايتونو کې زورورو سيلابونو ۵۷ کسان وژلي او تر ۵۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.

د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف ويلي دي چې د امريکا متحدو ايالتو حکومت د بندېزونو له امله د سرې مياشتې مرستې له خنډ سره مخ دي او قربنايان ترې پاتې دي.

په ايران کې دغه وروستيو سيلابونو په ګڼ شمېر مالي زيانونه هم اړولې دي او همدا ډول په لسګونه کسان بې درکه شوې هم دي.

د يادونې ده چې په ايران کې د وروستيو اورښتونو څپو د افغانستان لودېځ ولايتونه هم اغېزمن کړل؛ په فراه، بادغيس او هرات کې يې درنه مالي او ځاني تلفات رامنځ ته کړل.