
په افغاني ژورناليزم کې مستعاريت يو مهم اصل دی او اوږد تاريخ لري . ډير لږ ليکوالان په خپل اصلي نوم ليکنې کوي ، ځنې سندرغاړي هم په مستعار نامه سندرې وايي ، سياسي مبصرين هم خپلې سياسي تبصرې په مستعار نامه خپروي او احمد او محمد خو پرېږده چې زمونږه ځنې ډاکټران او اکاډيميسينان هم د مستعار نامه تر شاه پټ دي .
د دې معنا دا ده چې په افغانستان کې اصلاً د بيان ازادي نشته او څوګ ازاد ژورناليزم نپېژني او يا يې زغملی نشي ، ځکه خو ډيرۍ خلګ په مستعار نومونو ليکنې کوي او د دې غيرت نلري چې خپل اصلي نوم لاندې خپل اندوواندونه څرګند کړي .
البته علت به يې شايد دا وي چې د اندوونو تعقيب په افغانستان کې په پراخه پيمانه مروج دی او د افغانستان په هر دولت او سيستم کې د اندوونو د تفتيشولو محکمه موجوده .
او دا بيا په خپله د دې معنا ورکوي چې مونږه د تاريخ په سير کې دومره شاته پاتې يو چې د خپلو هيوادوالو مخالف اندګورونه نشو زغملی او د هغوۍ په سانسور، تعقيب او خنثی کولو کې د هر پردي مرستې ته مو لاس اوږد وی .
زما په اند خو مستعاريت درې ريښې لري :
يو دا چې سړی په يو مشخص اندګور باور لري خو غيرت يې نلري چې په خپل نوم يې وليکي او يا ترېنه دفاع وکړي .
د دې علت به دا وي چې نوموړي خلګ په داسې يوه ټولنه کې ژوند کوي چې د بيان ازادي نپېژني او يا مخالف دي .
دوهم دا چې کيدای شي يو سړی په خپل او يا د خپلې کورنۍ په نوم وشرمېږي، ځکه خو خپل ځان د مستعار نامه لاندې پټوي . د دې علت به دا وي چې د نوموړلو خلګو نوم او تخلص په ټولنه کې د منلو وړ نه وي .
درېم دا چې ليکوالان د خپل د ځان د شهرت د پاره مستعار نومونه ټاکي ، ځکه هر هغه شی چې پټ وي ، منع وي او يا دا چې يوه معما وي ، ډير د پارم وړ ګرځي .
د مستعاريت اندازه په ژورناليزم کې په يو هيواد کې د بيان د ازادۍ حالت څرګنده وي ، همداسې په ژورناليزم کې د مستعاريت اندازه د حاکم سيستم استبداديت په ټولنه کې ښکاره کوي .
دا ډير د شرم ځای دی چې پښتانه د پښتون په ټاټوبي کې په مستعار نامه ځان څرګندوي او يا ښکاره کوي . په افغانستان کې د بيان ازادۍ دومره اوږد تاريخ نلري او سانسور ، تعقيب او مستعاريت د افغانستان د هر دولت او سيستم په ژورناليزم کې وجود درلود چې په کمونيستي او اسلامي دولتونو کې خپل اوج ته ورسېدل .
نن چې دولت د بيان ازادۍ د خپل شپږ کلن عمر يواځنۍ لاس ته راوړنه ګني ، خو بيا هم سانسور ، تعقيب او مستعاريت په ژورناليزم کې په پراخه پيمانه تر سترګو کېږي .
د دې د پاره چې هر څوګ په خپل نوم ليکلی وشي ، اړين ده چې مونږه مخالفو اندګورونو ته د احترام په سترګه وګورو او اجازه ورنګړو چې د افغانستان ژورناليزم د اندوونو د تفتيشولو د محکمې يا د شوراء علما افغانستان یا د القاعدې او یا د دې نورو چپړاسیانو له خوا ، سانسور ، تعقيب او يا وځپل شي .
په درناوۍ او درنښت