
د شيطان کړنه: له کالونو عبادت وروسته د لعنت طوق؛ ناشناس په لوی لاس د پښتو د تاريخ سپکوی کوي
ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
صادق فطرت ناشناس، چې د خپل هنر د پټ ساتلو لپاره يې لسيزې وړاندې پر ځان د ناشناس (ناڅرګند) نوم کېښود د افغانانو او په ځانګړي ډول يې د پښتنو په زړونو کې ځانګړی ځای پيدا کړی وو. پښتون ولس د ناشناس هنر خوښوو، مينه يې ورسره درلوده او د نوموړي شخصيت ته يې ځانګړی درناوی درلود.
صادق فطرت ناشناس خپلې زده کړې د پښتو ادبياتو په برخه کې کړې دي. نوموړی د هنر ترڅنګ سياسي کس هم دی او د سياست په برخه کې ځيني وخت څرګندونې کوي. ښايي صادق فطرت ناشناس تر يو بريده پښتو هنر ته هم چوپړ کړی وي او يو څه يې په دې برخه کې د ياد وړ وي. نوموړی داسې چوپړ هم نه دی کړی، چې پښتو ادبيات به پرې وياړ وکړي او يا هم دی د پښتو ادبياتو سر لاری جوړ شي. که ډېر حساب پرې وشي، نو د موسيقۍ له لارې يې يو څه ادبي تندې خړوبې کړې دي.
صادق فطرت ناشناس د خپل عمر په وروستيو کې د شيطان کړنه تر سره کړه. ابليس عليه لعنت کالونه - کالونه د خدای عبادت وکړ او ځمکه يې په سجدو وپوښله، خو د خدای (ج) پر وړاندې يوې نافرمانۍ داسې ذليله کړ، چې تر قيامت ورځې به د لعنت طوق په غاړه ګرځوي. صادق فطرت ناشناس هم د شيطان په څېر کړنه په قضدي او عمدي ډول تر سره کړه. نوموړی دومره کس نه دی، چې خدای مه کړی له امله به يې د پښتو ژبې لرغونی او پوخ تاريخ زيامن شي، خو خپلې پېښې يې په تبر ووهلې او له لعنت سره مخ شو.
صادق فطرت ناشناس (ناشناس نور ورک نه دی) کتاب کې د پښتو ژبې د يو معتبر او تاريخي اثر (پټې خزانې) په اړه غبرګون پارونکې، د دښمن د خوښې، تخريبي او د تعصب ډکې خبرې ليکلي دي. نوموړی ليکلي دي چې پټه خزانه کتاب پلټنو ته اړتيا لري او هغه څه چې په دې کتاب کې ليکل شوي دي او په اړه يې ويل کيږي، يو تاريخي جعل دی او په حقيقت کې شتون نه لري.
د صادق فطرت ناشناس دغه خبرو د دښمن او پښتو ضد عناصرو په لاس کې تبر ورکړ او داسې موقع يې ورته برابره کړه، چې د پښتو تاريخ د ځپلو هڅې په کې پيل کړي. لکه څه ډول مو چې وړاندې وويل، پښتون ولس او پښتو ژبه دومره غريبه او سپکه نه ده، چې صادق فطرت ناشناس غوندي د يو کس په خبرو سره له منځه ځي او يا به هم تر منفي اغېز لاندي راځي؛ خو صادق فطرت ناشناس ورباندې خپل ځان سپک کړ او شته د عزت ځای يې د بې عزتۍ پر ځای بدل شو.
صادق فطرت ناشناس چې کوم کار کړی دی، د سهوې او يوې ورځې خبره نه ده؛ نوموړي په لوی لاس دغه کار ته ملا تړلې او ښايي د يو څو پيسو په مقابل کې يې د خپلې مور (پښتو ژبې)، سپکاوی کړی وي. د نوموړي د کتاب په لمانځ غونډه کې هم؛ په کور دننه او بهر کې د پښتنو وتلي ليکوالان او ادبيان نه وو، د ګوتو په شمېر هغه کسان پرې راټول شوي وو، چې نوموړی يې داسې يو کار ته هڅولی وو.
خو يوه خبره چې لوستو پښتانه پوري تړاو لري دا ده، چې له صادق فطرت ناشناس وړاندې بايد پر خپل ځان نيوکه وکړو. له پښتو ژبې سره ليونۍ مينه ښييو، خو په عمل کې بيا څه نه لرو. له یو څو تنو اديبانو پرته، نورو ډېری لوستو پښتنو به هم د پټې خزانې نوم همدا نن اورېدلی وي. لوستل، مطالعه او شننه خو يې لېرې خبرې دي، ښايي چې په لاس کې به يې هم دغه اثر نه نېولی وي او نه به يې هم لوستلی وي.
نو ولس ته په کار ده، چې په خپلو مټو د خپل تاريخ او کلتور بډاينه ته لاس په کار شي او د صادق فطرت ناشناس غوندې مفکورو څېرو ته د پښتو ژبې د چوپړ موقع هم ورنه کړي.