منظور پښتین د بلوچستان حکومت ما د بلوچستان د تګ څخه نه شي بندولی

روهی( څلورنۍ/۱۴ د وري)، د بلوچستان حکومت پرېکړه کړې ده چې ترراتلونکو۹۰ ورځو پورې به منظور پشتین بلوچستان ته د راتلو حق نه لري.
 
د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ضیاالله لانګو رسنیو سره خبرو کې ویلي دي چې ، پر منظور پښتین یې دا بندیز له دې کبله لګولی دی چې هغه د ده په وینا ، د پاکستان د ریاستي ادارو پرضد ویناوې کوي.
 
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د بلوچستان د حکومت دې پرېکړې ته په غبرګون کې رسنیو ته ویلي ، سیاست او تګ راتګ بنیادي انساني حق دی او ریاست له پښتنو څخه دا حق اخیستل غواړي.
 
منظور پښتین زیاته کړې ده پښتونخوا د پښتنو وطن دی او په دې کې موږ د چا د امرضرورت نه لرو ، چې کله زموږ خوښه شي خامخا به ځو.
 
د زیاته کړه چې “ که دوي مو نیسي که مو وهي ، دوي دې خپله باداري او خپل هغه د ظلم او جبر وپالي او موږ به خپله پښتونولي او تګ راتګ پالو.