
روهي( څلورنۍ/۱۴ د وري)، د پاکستان د پنجاب ولایت کې د محمد فیاض په نوم یو کس د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز غوښتي چې د ده چورلکه دې ور وسپارل شي.
محمد فیاض (بي بي سي) سره رسنیو سره خبرو کې ویلي دي ، چې کله یې دا چورلکه جوړوله، نو استخباراتو او پولیسو ته ورغی، خو هغوی پسې خندل او چې جوړه یې کړه، د ستایلو په ځای یې ونیو: د زیاته کړې ده "د خلکو د ستایلو په ځای د دوي په ضد دوسیې جوړېږي"
دی وایي، کله یې چې چورلکه جوړه کړه او د پورته کولو لپاره یې د چارواکو اجازه وغوښته، نو دې برخه کې کامیاب نه شو.
د یادولو ده چې ځايي پولیسو د چورلکې جوړولو او پورته کولو له امله د محمد فیاض پرضد دوسیه جوړه کړې، د هغه الوتکه یې ور سره وړې او ځايي محکمې دغه تورن درې زره کلدارې جرمانه او بیا خوشی کړی.
محمد فیاض وايي، د خپل شوق پوره کولو لپاره یې د چورلکې جوړولو په خاطر نه دا چې ځمکه وپلورله، بلکې له بانک یې هم ۵۰ زره کلدارې پور کړې، چې ثبوت یې هم لري.
محمد فیاض یو ریړیوال دی، سهار وختي رېړه له کور باسي او په مټ یې د کور خرچه پوره کوي.
نوموړی د شپې له یوې کمپنۍ سره ساتونکی یا ګارډ هم دی.
دی وايي، د خپل پلار د وفات له امله ترې زدکړې پاتې شوې او رېړۍ چلولو ته یې مخه کړه.