
روهي( څلورنۍ/۱۴ د وري)، د پاکستان بلوچستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو غړي ارمان لوڼي له وژل کېدو دوه میاشتې وروسته د هغه د وژنې رپوټ درج شو.
دا رپوټ د یو بولیس د خولې لیکل شوی دی چې عبدالقیوم نومېږي او د لوڼي په وژلو کې ښکېل و.
عبدالقیبوم ویلي چې ارمان لوڼی او څو نور کسان د ۲۰۱۹ کال د فرورۍ په دویمه په تحصیل سړک روان وو، چې کله عامه کتابتون ته ورسېدل، نو پولیس هم پسې ورغلل.
د پولیسو افسر عطاالرحمان وپوښتل چې تاسو کې ارمان لوڼی څوک دی؟ پېژندلو سره یې ارمان لوڼی بېل کړ.
د یاد پولیس له قوله د ارمان لوڼي تر بېلولو وروسته عطاالرحمان پولیسو ته وویل ویې وژنئ:
"پولیس د کلاشینکوپ کونداغ سر ه ورو وواهه، خو عطاالرحمان له پولیس کلاشینکوف واخیست او ورته یې وویل، زه وایم چې ویي وژنه.
د رپوټ د متن له مخې عطاالرحمان له پولیس د شینکوف اخیستلو سره خپله ارمان لوڼی سر او خېټې ته وواهه، چې ور سره هغه بې هوشه شو.
چې وروسته یې روغتون د وړو اجازه هم ورنه کړه او مړ شو.