واشنګتن پر نوي ډيلي په غوسه شوی

روهي (درې نۍ/۱۳ د وري)، د امريکا متحدو ايالتو فضايي ادارې ناسا د هندوستان له خوا فضا ته د يوې سپوږمکۍ د توغول کړنې په غوسه کړې ده.

ناسا ويلي دي چې د نوي ډيلي دغه کړنه د نړيوالو قانونو پر وړاندې سرغړونه ده او په فضا کې يې يو له خطر ډکه چاره بللې ده.

ناسا وايي چې د دغه سپوږمکۍ ۴۰۰ ماتې شوې ټوټې په فضا کې پاتې دي او د احمتال شته چې ه فضايي مرکز سره به ټکر وکړي او ستونزې به رامنځ ته کړي.

له دې وړاندې د سپوږمکۍ په توغولو سره د امريکا متحدو ايالتو د دفاع وزارت مرستيال ويلي وو چې دا ډول کړنې په فضا کې مشکل رامخې ته کولی شي.

هندوستان بيا وايي چې دا کار يې د خپل هېواد د امنيت په پار کړی دی او تخريبي موخې ورڅخه نه لري. هند په نړۍ کې څلورم هېواد شو چې فضا ته يې دا ډول سپوږمکۍ ولېږه.