
روهي (درې نۍ/۱۳ د وري)، له پاکستان وروسته د فېسبوک ادارې د هندي سياسيونو په سلګونه فېسبوک پاڼې تړلې دي او ويلي دي چې لامل يې جعلي پاڼې دي.
ډېری پاڼې د هند د ملي کانګرس ګوند دي او فېسبوک ويلي دي چې دغه جعلي او نارېښتنې پاڼې د دوی سېسټم په خپلسري (اټومېټيک) ډول موندلې دي.
فېسبوک ويلي دي چې په تړل شوې پاڼو او حسابونه کې د دوی د پالېسۍ سره په ټکر کې مواد نشر کېدل، د يو کس په نوم څو حسابونه پرانېستل شوي وو او ډېری يې جعلي وو.
له دې وړاندې د فېسبوک ادارې د پاکستان په پوځ پورې اړونده تر سلو ډېرې فېسبوک پاڼې او حسابونه ور تړلي وو.