هغه مور چې خپله لور یې د جنسي تيري څخه وژغورله ، اوس اتله یادېږي

روهي( درې نۍ/۱۳د وري)، کله چې د ناکوبانګا پر لور درې کسانو جنسي تیری کاوه دې یو کس په چړه وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.
 
له دې پیښې وروسته دې مېرمن په جنوبي افریقا کې د اتلې مور لقب خپل کړ، سره له دې چې هغه په قتل تورنه شوه خو د عمومي اعتراضونو له امله د هغې دوسیه و تړل شوه تر څو د لور د ښه ژوند په اړه لا ښه فکر وکړي.
 
ناکوبانګا وايي، نیمه شپه وه ټلیفون ته یې زنګ راغی او دا یې له خوب ویښه کړه.

یوې جینۍ ورته له ۵۰۰ مترۍ زنګ وهلی و او ویل یې چې درې تنه چې پیژني یي هم د دې په لور سیفوکازي باندې د جنسي تجاوز په حال کې دي.
 
په جنوبي افریقا کې د بي بي سي د خبریال ګون فیسچر د راپور له مخې ناکوبانګا لومړی پولیسو ته زنګ ووهه خو هغوی ځواب ور نه کړ، دا ښه پوهېده چې که پولیس دې پیښې ته زړه هم ښه کړي خو د دې کور ته چې په کلي او یوه لوړ ځای کې و، رسیدل به وخت ونیسي.
 
نو یوازنۍ څوک دا په خپله وه په دې برخه کې یې مرسته کولی شوه.
 
هغې وویل: "ویره هم را سره وه خو مجبوره وم لاړه شم ځکه چې لور مې وه.
 
هغې د لور د ژوندي پاتېدو هیله نه درلوده:
"داسې مې انګیرله تر هغې چې ورسیږم کېدی شي لور مې وژل شوې وي، ځکه چې هغې مجرمین پیژندل او هغوی هم دا پیژندله، فکر مې کاوه ممکن د هغې د وژلو هڅه وکړي که یې ونه کړي نو جینۍ به هغوی افشا کړي".
سیفوکازي د کلي په یوه څنډه کې چې څلور یو بل ته نږدي کورنه پکې و د خپلو دوستانو لیدلو ته ورغلی وه، ملګري یې یوه نیمه بجه له هغه ځایه ووتل او هغه هلته یوازې ویده وه، په دې وخت کې د همدې کورونو درې کسان چې په یوه کور کې یې شراب څښل په دې یې جنسي تجاوز ته مخه کړه.
د ناکوبانګا کور یو د خوب اتاق او یوه اشپز خانه لري، هغې له پخلنځي چاړه ور سره واخیسته.
هغې د بي بي سي خبریال ګوین فیسچر ته وویل: "چاقو مې د ځان د دفاع لپاره واخیست، هغه فاصله چې باید زه د پیښي تر ځایه ورسیدی امن نه وه،هوا تیاره وه د لارې د پیدا کولو لپاره اړ وم چې د موبایل څراغ روښانه کړم".
"کله چې د پیښې ځای ته ورسېدم د لور غږونه مې تر غوږ شول، چې د مرستې غږ یې کاوه".