پاکستان کې یو سړي خپله ښځه او ۲ بچي سوځولي دي

روهي( درې نۍ/۱۳ د وري)، د پاکستان په کراچۍ ښار کې یو سړي خپله ښځه او ۲ ماشومان وژلي دي دغه سړي غوښتل چې دویم واده وکړي او د ښځې له طرفه اجازه نه ورکول کېده .
 
دا سړی د کراچۍ د پولیسو له نیول شوی دی او په خپل جرم یې منلی دی او زیاته کړې یې ده چې ښځه او بچي یې په بېله بېله کوټه کې سوځولي دي.
 
دا کس په ملایشیا کې اوسېده چې ۱۶ د مارچ پاکستان ته راستون شوی و، او د شپې د کور څخه ووت او په بلې دروازې کور ته راننوت چې پټرول یې د خپل ځان سره راوړي وو او په خپله ښځه او بچیانو یې واړول او اور یې ورکړ.