امريکا ترکيې ته F-35 د جنګي جېټ الوتکو تړون وځنډو

روهي (درې نۍ/۱۳ د وري)، د ترکيې او روسيې ترمنځ د اِس - ۴۰۰ توغنديو سېسټم له تړون وروسته واشنګټن اعلان وکړ چې انقرې ته يې د F-35 جېټ الوتکو تړون ځنډولی دی.

امريکا متحدو ايالتو له دې وړاندې څو ځلې انقرې ته خبرداري ورکړي وو، چې که چېرې له روسيې اِس - ۴۰۰ د توغنديو دفاعي سېسټم واخلي نو دوی به ورله F-35 ورنه کړي.

د واشنګټن د دغه خبرداري په غبرګون کې ولسمشر طيب رجب اردوعان ويلي چې له مسکو اِس - ۴۰۰ دفاعي سېسټم اخلي او په دې برخه کې د امريکا غبرګون ورته بې اهميته دی.