په زړګي كې مې نور څه دىېګرانه ګرانه
خو ستا غم دى ستا يادونه دي جانانه
ستا غم او ستا يادونو كى نور څه دي
بس يو درد دى ژړاوې دي قدردانه
بې له تا مى په سره اور كې زنده ګي ده
سوزم سوزم په سره اور له هرې خوا نه
قسم خورم درته زما دسترګو توره
وخت سپيره دی او پيكه دی بې له تانه
ستا دسپين مخ دليدلو په ارمان يم
رنګ دې ګرانه رانه هير شولو زمانه
كه نور نه وي دشپې خوب كى ما خوستى ته
خداى دې راوله زما دزړه ارمانه
عربى امارات العين صناعى
وروستي