
روهي( درې نۍ/۱۳ د وري)، عمران خان د پاکستان کورنیو چارو وزارت ته امر کړی دی چې د روژې میاشتې په خاطر په نرخونو کې کمی راولي.
عمران خان د پاکستان ټولو ولایتي ادارو ته ویلي دي چې د ټولو شیانو دنرخونو لپاره نرخنامې جوړې کړي او په کلکه ورڅخه څارنه وکړي او دهرې ولسوالۍ په سطحه د څارنې لپاره یوه ادراه جوړه کړئ.
عمران خان په روژې میاشت کې په لاوډسپکر کې د تراویح لمونځ کولو باندې هم بندیز اعلان کړی دی.