چین کې اور لګېدنې ۲۶ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي( درې نۍ/۱۳ د وري)، د چین په سیچوان ولایت کې د ځنګلونو د اور اخیستنې له کبله ۲۶ تنه د اور وژنې کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر نور یې نادرکه دي.
 

د چین هېواد د هوا پېژندنې ادارې ویلي دي چې د هېواد په شمال کې د سختې ګرمۍ له کبله د نورو اورونو لګېدو امکان هم شته.
 
دغې ادارې ویلي دي چې د دغه ځای اوسېدونکي باید نورو یخو سیمو ته لاړ شي.
 
چین هېواد په شمال کې په ۱۹۸۷ ز کال د هیلونګ جیانګ ولایت کې هم د سختې اور لګېدنې له کبله ۱۱۹ کسان وژل شوي، ۱۰۲ کسان ټپیان شوي او ۵۱ زره کسان بې کوره شوي وو.