د فراهیانو لپاره زرین او تاریخی چانس!

سره له دي چې فراه ولایت په تیرو ۱۹ کلونو کې په هر اړخیزه توګه یو هیر، محروم او له پامه لویدلی ولایت وو او لږ داسی فرصتونه هم برابرنه کړل شول چې د هغو په مټ دي په فراه ولایت کې بنسټیز او ستر رغنیز کارونه تر سره شي.

داچی فراه ولایت په تیرو څه کم دوه لسیزو کی یو له پامه لویدلی او هیر شوی ولایت وو دوه برخې او ډیر لاملونه لري.

لومړی برخه داچې مرکزي حکومت فراه ولایت ته کومه ځانګړې پاملرنه نه درلوده او له بله اړخه په فراه ولایت کې هم د پام وړ او اړین پوټنشیل یا ظرفیتونو شتون نه در لود تر څو د فراه ولایت د حساسو مسایلو لکه امنیت، اقتصاد د ایران سره ګډه پوله، پراخه جغرافیه ، معارف او د نورو مهمو مسایلو په تشخیص باندې د احتمالي او حتمي کړکیچونو څخه مخنیوی وکړی.

د فراه جیو اکانومیک او جیو پولیټیک موقیعت په خپل غیږ کې د دغه لرغونې ولایت لپاره د پاملرنې په صورت کې د یوه روښانه او په ځان بسیا راتلونکې ضمانت ورکوي.

که چیري موږ د فراه ولایت په محرومیت او په تیرو کلونو کې په کړکیچن وضعیت باندي بحث وکړو زیات وخت او لوېې مفصلي لیکنې ته به اړتیا وي.

خو د دي لیکنې اصلي موخه داده چې موږ باید د هرې ممکنې چارې او فرصت څخه په استفاده د فراه ولایت د ځنډ او خنډ سره مخ وضعیت کابو، کنترول او حتي جبران کړو.

په دي وروستیو کې د فراه په رهبری کې د پام وړ تغیر رامنځ ته شو لکه والي ، د امنیی قوماندان، د لیوا قوماندان، د ملی امنیت رییس او ښاروال بدل کړل شول او پر ځای یی نوي کسان و ګمارل شول.

په لومړی سر کې د فراه ولس د تیر په څیر د نوو ګمارل شوو چارواکو په ژمنو د باور لپاره زړه نه ښه کوه، خو څو میاشتو وروسته چی د فراه والي (محمد شعیب ثابت) او امنیه قوماندان (رحمت الله صدیقی) په عمل کې ثابته کړه چې د ريښتنې خدمت کلک هوډ اراده لري د فراهي ولس په ځانګړی ډول ځوان کهول مړاوي هیلې نوي ساه واخیسته او د هیله مندی څرکونو څه نا څه خپله رڼا خپره کړه.

د فراه والي چې په عدلي او قضایی ادارو کې زیاته پاکه مخینه لري د لومړی ځل لپاره نوموړي د یوه مهم او حساس ولایت د رهبری چاری ور د غاړی شوي دي او په لومړی کې انګیرنه داوه چې ښایی نوموړی هم د تیرو والیانو په څیر و نه توانیږي چې د فراه ولایت حساس او کړکیچن حالات کابو او مثبت لوري ته مدیریت کړي.

خو د نوموړي پاکي سابقی، قاطعیت، ريښتنولي او په ټوله کې غوره رهبری هر څه د ناهیلی خلاف د امید او با ثباته فراه د یو نوي فصل د پرانیستو زیری له ځانه سره راوړ.

د فراه والي محمد شعیب ثابت د ټولو ننګونو سره سره د شعار او وعدو پرته په عمل او سرښندنو سره د فراه ولایت بد امنیتی وضعیت بدل کړي او څو ځله یی د قطعي سقوط څخه وژغوره.
نوموړي د زړورتوب، جدیت او ملي احساس په مټ چې په خپله یی د جګړې په لومړی کرښه کې د امنیتي ځواکونو د مورال د ځواکمنتیا په موخه ګډون کاوه بر سیره پر دی چي فراه یی له سقوط څخه و ژغوره څو ځلي د وسلوالو مخالیفینو په کمین کې د مرګ له ګواښ سره مخ شویدی.
د فراه ولای د نورو تیرو والیانو په پرتله د ټولو ادارو منځ د اړتیا او تخصص له مخي یوه ښه همغږي رامنځ ته کړیده.

د فراه والي د فساد سره د مبارزي په موخه تر ممکنه حده پوري هیڅ ډول هڅه او کښښ نه دی سپمولی.

د فراه والی د مافیا، زوراکو، مفسدینو او بی کفایته چارواکو په وړاندې د ریښتنولی او قاطعیت دریځ غوره کړیدی.

د فراه والي د لومړي ځل لپاره وتوانید چې مرکزي حکومت ته قناعت ورکړي چي فراه د لومړی درجه ولایتونو په ډله کې راشي او باید د توجه په ډګر کې په لومړیتوبونو کي وی.

د فراه د والي د هڅو په مټ فراه ولایت د ولسمشر د سفر زمینه برابره شوه او د فراه په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره د فراه ولسونو خپلي ستونزي د لسمشر مخامخ شریکي کړي.

د فراه په تاریخ کې د فراه د والي او نور چارواکو په هڅو باندې دا زمینه برابره شوه چې ولسمشر د فراهی ولس او خلکو سره په یوه ډاډمنه فضا کې په هټیو او دوکانونو کې له عامو خلکو سره وګوري.

د فراه په تاریخ کې د لومړي لپاره د بخش اباد د بند د عملی کار د پیل ژمنه ولسمشر په فراه ولایت کې مخامخ فراهی ولس ته ورکړه او ولسمشر د خپلي ژمنې دفاع وکړه او زیاته یی کړه چې ولسمشر خپل ولس ته هیڅکله هم درواغ نه وایی.

د بخش اباد د بند جوړیدو ژمنه د فراه په تاریخ کې د دغه بند په تړاو په خپل ډول کې تر ټولو جدې او قاطع ژمنه وه.

او دا چې د بریښنا لوړه بیه راټیټه شوه، امنیتی ځواکونو د زیاتيدو په حال کې دی او فراه ولایت به انشاالله ډیر ژر لومړی درجه ولایت شی، دا ټول هغه څه دي د غوره رهبری محصول یی بلل شو.
اوسنی فراه د یو کال مخکی فراه نه دی، اوس په سیستماتیک او دراماتیک ډول یوه پوسته هم سقوط نکوی، اوس په فراه کي هر څوک من نه دی بلکه ټول د یوي اداری او سلسلو مراتبو په چوکاټ کې خپلی چارې پر مخ بیایی، اوس د فراه ولایتی شورا په دوو برخو نه دي ویشلی، او فراه د لوړ امنیتی تهدید ولایتونو په لړ کې قرار نه لری، اوس په ولایت کې مخور او مشر نه سپکیږي، اوس د ولایت مقام دروازه د هیچا پر مخ هم نه ده تړلي اوس د هر ډول طبیعی او امنیتی تهدید په وړاندې بی تفاوتی نشته، اوس هر څه سم لوری ته روان دی.

برسیره پر دي چې د فراه والي په عمل کې په ډیری ستونزو لاسبری او واکمن ښکاري خو دا هم باید له یاده و نه باسو چې د نوموړي په شتون کې د ډیری کسانو او مافیایی کړیو غیر مشروع او غیر قانوني ګټې د له منځ تلو په حال کې دی.

د فراه ولایت ولسونه چې په هر پوړ او پر ټبر پوري تړاو لري باید په قاطعیت او جدیت سره د نوموړي له ټولو ملي برنامه څخه ملاتړ وکړي.

د فراه اوسنی والی او اوسنی امنیه قوماندان د فراهی ولس نجات د فرشتو نقش پر مخ وړي، هیله ده چې فراهي ولس دغه زرین او طلایی چانس د لاسه ورنکړي او د دغو چارواکو د ملاتړ سنګر خالی نه کړي.