
روهي (دوه نۍ/۱۲ د وري)، له تېرو څو ورځو راهيسې په نيپال کې سختو توپانونو خلکو ته مالي او د سر زيانونه اړولي دي او همدا ډول يې عامه بنسټونه تخريب کړي دي.
شديد توپان ونې او د برېښنا پايې له بېخه اېستلې دي، ځينې لارې تړل شوې او تر اوسه په کې ۲۷ کسان وژل شوي او په ګڼ شمېر ټپيان دي.
ژغورنې ډلې ځپل شوې سيمو ته لاړې دي او ويره ده چې د تلفاتو شمېرې به له دې هم لوړې شي.