
د جومات د ننه ډېره ګڼه ګوڼه وه ځینې خلک د جومات په برنډه کې او ځینې پیتاوي کې لمر ته ناست وه. ځوانان مېلمنو ته د ښه راغلاست په پلمه د جومات بهر او د ننه ولاړ وه ټولو په سینو لاسونه نیولي داسې مالومېدل لکه د یو امپراتور درناوي لپاره چې عسکر ولاړ وي. په لوډسپیکر کې پرلپسې د قرآن کریم سورتونه تلاوت کېدل او د هر سورت په آخر کې به دعا وشوه بیا به بله ډله خلک راغلل سورت به وویل شو او دعا به وشوه.د جومات نه بهر ناستو خلکو به بیا بیا خپل لاسونه د دعا لپاره پورته کول. کله به چې دعا وشوه سپین ږیرو به خپل منځ کې خبرې شروع کړې او د چای پیالې به یې خولې ته پورته کړې.
د غرمې ډوډۍ لپاره د جومات په څنګ کې لوی لوی دیګي ایښودل شوي وه د اور لوګي به کله کله د جومات خواته راغلل یو نیم کس به د تېز لوګي له امله د څادر پیڅه خولې او پوزې ته ونیوله.
د شپې مهال چې امنیتي ځواکونو کلي کې عملیات شروع کړي وه جانان د هغوۍ لخوا په غلطۍ سره په کور کې په داسې مهال وژل شوی وه جانان فکر کړی وه چې کور ته یې غله اوښتي دي په هغوۍ ډزې کړې وي او جانان د امنیتي ځواکونو لخوا په مخامخ ډزو کې وژل شوی وه.
د غرمې ډوډۍ لا تیاره شوې نه وه ملا صیب همداسې دوامدار تلاوت شروع کړی وه چې څلور سراچه موټر د جومات مخې ته ودرېدل شاته ورپسې دموټر سایلکلونه یو ګروپ راورسېد چې مخ پټي مسلح کسان ترې راښکته شول زر زر یې د جومات شاوخوا امنیت ونیوه. دناستو خلکو منځ کې یو ډول زوږ پیدا شو چې له ناستو کسانو څخه د کلي یو څو تنه سپین ږیري د دوی مخې ته ورغلل روغبړ یې ورسره وکړ او جومات ته د ننه شول.
ملا صیب یو سورت وویل او بیا ټولو یوه اوږده دعا وکړه. د شهید لپاره یې د مغفرت دعاوې وکړې. د کفارو او د هغوۍ ملګرو لپاره ښیېراوې وشوې او ټولو آمین پسې ووېلې. شېبه وروسته د مخ پټو مشر او ورسره د یو څو تنو ملګرو د جانان د پلار خواته ورغلل هغه یې کلک په غېږ کې ونیولو ورته ویې ویل:
مبارک د وي زوی د شهید شو خفه کیږې مه خدای به یې ضرور اجر درکوي هغه بختور دی د جنتونه څښتن شو. نور په نړۍ کې د جانان رزق ختم شوی وه او شهادت به د خدای ج لورینه وه چې د جانان په نصیب شو.
د جانان پلار چې همدا یوه اسره یې لرله له سترګو روانې اوښکو د وچولو تابیه یې نه درلودله لکه د باران څاڅکي چې له باران وروسته د ونو له پاڼو څاڅي اوښکې یې په سپینه ږیره را روانې وې مخ پټي کس ته یې وویل:
زما زوی وه خدای امانت راکړی وه خدای بیرته راڅخه واخیستلو هیچا ته یې د نوک په څېر زره بد یې نه وه رسولي. مخ پټي کس په قهرجنه لهجه ورته وویل:
حاجي صیب!
ته هیڅ اندېښنه مه کوه دا درته وایم چې ستا د زوی غچ به خامخا اخلمه د یو جانان پر ځای مې چې لس پرې وژلي نه وي نه یې پرېږدم همدې سره یې مخه ښه وکړه او بیرته ټول یو ځای ولاړ. ناستو خلکو کې چې له لیرې ځایونو راغلي وه خپلو منځونو کې بوږنیدل او پوښتنه یې کوله چې دا څوک وه خو د کلي خلکو پېژندل چې هغه د طالبانو والي وه.
د جانان جنازه د کلي رسم رواج سره سم خاورو ته وسپارل شوه. ټول له هدیرې خپلو کورونو ته ستانه شول خو د جانان مور یې سره د څلور کلن لمسي د جانان د قبر سر ته تر ډېره وخته ناسته وه او ژړل یې، لمسي به یې په ماشومانه لهجه خپلې نیا ته بیا بیا ویل،
ادې! ادې! راځه ځو کور ته پلار به مې اوس کور ته راغلی وي ناوخته دی او ما ته به یې خواږه شیان راوړي وي ځه ځو ادې ځه چې ځو ادې، چې وروسته د جانان پلار له خوا په ډېر سوال او زاریو کور ته بوتلل شوه.
په سبا ورځ په جومات کې د دریو ورځو لپاره فاتحه اخیستل شروع شول. د جانان د فاتحې لپاره کلي مکمل تیاری ونیولو جومات په رنګا رنګ فرشونو وپوښل شو، د جومات په څنګ کې د شین چای لویه بخارۍ د کلي د ځوانانو لخوا فعاله شوه کله به چې یو څوک دعا ته راغلل ملا به لا سورت نه وه شروع کړی چې ځوانانو به د مېلمنو مخې ته د شین چای پیاله ډکه کړه له ممیزو او زېړو نخودو ډک قاب به یې مخې ته ورته کېښودلو. د غرمې مهال پاتې شوي مېلمانه به کلي یو بل د کور پر سر وویشلو له ډوډۍ خوړلو وروسته به ټول بیرته جومات ته راستانه کېدل.
د فاتحې په دریمه ورځ چې کله مېلمانه له کورونو څخه بیرته جومات ته راستانه شول ځوانانو مخکې له مخکې د اودسونو لپاره د اوبو بږنۍ ډکې کړې وې. ملا صیب د اذان په کولو خپلې غاړې تازه کړې. له لمونځ وروسته ټولو مېلمنو ته شین چای راوړل شو او د جومات په پیتاوي کې یې لمر ته ډډې ووهلې.
د جانان پلار چې د زوی د مرګ په چورتونو کې ډوب وه چې مبایل ته یې زنګ راغی. له سلام اچولو وروسته یو کس ورته وویل، حاجي صیب آمر د خدای دی ستاسې جانان زوی د خدای پاک وبښي هغه یو ښه سړی وه کاش چې هغه شپه داسې پېښنه نه وی شوې، زه د ولایت ویاند یم والي صیب غواړي د تسلی لپاره ستاسې خواته راشي. د جانان پلار ځواب ورکړ خدای مو مه خواروه خدای پاک د تاسې له غمونو وساتي دلته امنیت ښه نه دی هیله کوم مه راځۍ ستاسې دعا او زما د زوی په اړه نېک نظر زما لپاره هر څه دی. ویاند ورته وویل نه هیڅ خبره نشته موږ راځو له نزدې ګورو همدې سره غږ قطع شو.
ښه ساعت تېر شو چې د جانان پلار د جومات له برنډې څخه له لوی لارې څخه کليت ته بېله شوې لار څارله چې په موټرو یې سترګې ولګېدلې. جانان په ځوانانو غږ وکړ چې چای تیار کړۍ مېلمانه راځي. موټر لا کلي ته نه وه رسېدلي چې د موټرو منځ کې یو موټر باندې قوي چاودنه وشوه او تور لوګي یې اسمان ته پورته شول. د چاودنې له غږ سره سم د جانان پلار راجیګ یو ناڅاپه یې له خولې غږ ووتلو خدای خیر دا خو د ولایت موټر دي لکه چې چاودنه پرې وشوه.
د چاودنې د غږ نه یوه شېبه وروسته د جانان د پلار مبایل ته زنګ راغی، د جانان پلار د چاودنې په لوګیو کې سترګې همداسې خښې کړې وې چې یو چا ورته وویل، حاجي صیب زنګ دی درته. د جانان پلار په لړزېدلو ګوتو مبایل ته په نه زړه ځواب ورکړ سلام څوک یې؟ یو کس په خندا خندا د جانان پلار ته وویل، ودې لیدلو ما درته نه وه ویلې چې ستا د زوی غچ به اخلمه لوګي خو یې وینې چې اوم اسمان ته پورته کیږي. د جانان د پلار له لاسه مبایل لاندې وغورځېدلو او د دیوال ډډې ته یې ایله تکیه وکړه. یو ځوان ولیدلو چې د جانان پلار ښه نه شو زر یې ورته ډدې ته بالښت کېښودلو اوبه یې ورته راوړې خو د جانان پلار هیڅ غږ نه کولو.
په ټیلیفون کې همداسې د هلو هلو غږونه راتلل حاجي صیب غږ وکه څه شوې چې په د وخت کې یو ځوان ټیلیفون غوږ ته ونیولو چې د طالبانو والي خبرې کوې ځوان ورته وویل:
حاجي صیب نو نور غږ نه شي کولی هغه خپل ځان حق ته وسپارلو.