
روهي( دوه نۍ/۱۲ د وري)، د جرمني هېواد د سرچینو له قوله چې الوتکه د هسن ایالت د ارزهاوسن هوايي ډګر ته نږدې په کرنیزه مځکه کې لویدلې ده.
پولیسو ویلي دي چې الوتکه په پوره توګه سوځیدلې ده . پدې پیښه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
پولیسو ویلي دي چې د پلټنو په ترڅ کې تر اوسه پورې د الوتکې د پیلوټ او دوو تنو نورو مړي موندل شوي دي.
پولیسو زیاته کړې ده چې په الوتکه کې د روسیې د دوو تنو وګړو په اړه خبر ترلاسه کړی دی خو مړي د هویت د تثبیت په خاطر عدلي طب ته وړل شوي دي.
د جرمني د ډي پ ای خبري اژانس د خبر له مخې الوتکې د فرانسې نه د جرمني په موخه الوتنه کړې وه چې د هسن ایالت د ارزهاوسن په ښار کې لویدلې ده .
ویل کیږي الوتکه د اس ۷ هوايي شرکت اړوند وه . یاد شوي شرکت ویلي دي چې پدې الوتکه کې د شرکت خاوندې ۵۵ کلنې روس سوداګرې ناتالیژا فیلژوا سفر کولو چې لویدلې ده .
د الوتکې د سقوط لامل تر اوسه پورې ناڅرګند دی او په اړه يي تحقیقات پیل شوي دي.