
روهي( دوه نۍ/۱۲ د وري)، د پیرو پلازمینې لیما ته نږدې په یو دوه پوړیزه مساپر وړونکي بس موټر کې د اورلګیدنې د رامنځته کیدو له۲۰ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي.
د لیما څخه د معلوماتو له مخې یو بس موټر چې په یو غیرې رسمي تم ځای کې د مساپرو د اخیستو په خاطر ولاړ وو د نامعلومه لامل له امله يي په ماشین کې اورلګیدنه رامنځته شوه.
اورلګیدنې چې د بس برقي سیستم غیرې فعاله کړی وو په ډیرې چټکۍ سره د بس داخل ته وغځیده. پدې پيښه کې لږ تر لږه ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د اور وژنې اداري ویلي دي چې پدې بس موټر کې د اور وژنې ډبې هم شتون نه درلود.