
((((دريمه برخه))))
په تير ټوك كښې موږ په پنجاب (هند) كښې د پنجابى ژبي د پرمختيا په اړه وويل چى په هند كښې پنجابى ژبى ډيره پرمختيا كړي ده چى پنجابى ژبه نه يواځى دفتري ژبه ده بلكى دښوونځى څخه نيولي ترپوهنتون پوري په دي ژبه ګارول كيږى مركزى حكومت هم وپنجابى ژبى ته وده وركوي په سوچه پنجابى باندى ټيلى ويژنى خپرونىكيږى راډيو مركوزنه جوړدي چى دخيتځ پنجاب هم ددي څخه برخمن كيږى خو دا بيله خبره ده چى په هندى پنجاب كښې په ګرومكې ليك دود ليكني كيږى او ډيره لويه زيرمه دكتابونه مجلى او ورځپاڼى لري خودابيله خبره ده چى ددي خوا پنجاب دهغه كتابونه نه شى ويلى اولوستي خودا پخپله د پنجابينو دنده ده چى دوي ددي لانجى كوم اواري راباسي ولي چى ددهغه توپير د منځ څخه دنه وړولو څخه په ودواړو خواؤ ته لوئى زيان دي ځكه زده كړى كتاب لوستل آن داچى مذهب ددي چاروسره يو ډول اړه نه لري بيا په يو داسي مهال چى موږ د يوه نړۍ وال كلي د جوړيدو وخواته روان يوكه يوه خواته ګډه ژبه ګډدو د كلتور او خاوره سره تړى بلكي دبده مرغه هم دهغه نړۍ وال كلى كښې داهسي هم كيږى چى يوشمير ژبى او كلتورونه دمنځ څخه د وړولو دنده وركول شوي ده خوهغه قامونه او كلتورونه او دودونه ودته رڼي سترګي پاته شې اوپه خپله ژبه او كلتور ژوندي پاته كيدوته ځيرنه شي چى نړۍ وال زورور او ددوي ځائى سوټ خوران هم دهغه غواړي چى په ټوله نړۍ كښې يوه ژبه پاته وي نور دي تولي ژبى پوه پناه شي په دي په موږ وروسته څه ليكلى شوي.
د ختيځ پنجاب په پرتله كه موږ د لوديځ پنجاب مورني ژبه راواخلونو دپاكستان د نورو مورنيو ژبو سره چى څه كيږى هغه د پنجابى ژبى سره شوي دي او كيږي بلكى كه په رښتيا وپنجابى ژبى ته وكتل شي چى دپاكستان دنورو ژبو لكه پښتو بلوڅي سرائيكي ژبى څخه هم بدچلن ورسره شوي دي ددي سره سره چى د پنجابى ژبى ويونكي ترهر چا زيات دي كه دوي غوښتي وي چى په پاكستان كښې دي مورني ژبي د ليك لوست او دفتر ژبه وګرځى نوبه داكارد مخه څخه شوي وي او دغنم درويه به دوزهم او به شوي وي خو په بشپړه پنجابيانو دهغه غوښتنه نه دكړي كه څه هم يوشمير ليكوالان رڼ انده اود پنجابى ورځپاڼو او مجلو لخوا داغوښتنى كيږي خو لوړ پوړو چارواكو ياسياست مدارانو څخه موږ داسي خبره نه د اوريدلى په دي اړه د پاكستان د نورو ژبو سياست مداران او چارواكى هم ددوي ملګرى دي بلكې موږ د او وايوچى دوي د انګريز په ټاكل شوي لاره روان دي كه څه هم ۶۳ كاله دمخه موږ د انګريز څخه د خپلواكى او آزادي ولاس ته دراوړولو دا وه لرو.
كه د پاكستان ګاونډي هند ته موږ د مورنيو ژبو دچلن په اړه خبر شونو به ګوته په غاښ پاته شو د انګريزانو په وخت كښې زياتره كار په انګريزي وپه نومړيو وختو كښې چى دوى وهند ته راغلو خو د پارسي ژبى څخه كار اخستي بياي هغه په دفتر او ښوونځي كښې د منځ څخه يو وړه خپله ژبه ې وتپله او لږ ځائى اردو ته وركړي نوري ژبى لكه هندي او بنګالي ته هم څه ارزښت وركړي خو انګريزى ژبه په ټولو برلاسه پاته شوه كله چى انګريز دهند څخه وژړل شول د هند سياست مدارانو په خپله تګ لاره كښې بدلون راوستي ځائى او مورنيو ژپو ته ارزښت وركړي چى ترښووښځيو او تردفترونو پوري ورسولي په مورنيو ژبو وخپرونو ته اجازه وركړه خو انګريزي ژبه ې هم وساتله دا وخت د يوه راپور سره سم د هند خبره روانه ده په ټول هند كښې دا وخت 1.2 ارب وګړي لرى اوبى شميره ژبى كښې ويل كيږى دا وخت دووښت(22) داسى دي چى په دولتى چوكاټ كښې منل شوي دي او دفترى كار پكښې كيږى ددي د څنګه څلور او يا(74000) زره خپروني په دولت كښې ليكل شوي او رجسټر دي او ددي د څنګه 82% وګړي ې لوستي دي ترټولي زياتى خپرونى لكه ورځپاڼى مجلى د اترپرديش په ولايت كښې ترټولو زياتى دي چى ددي څخه موږ اټكل كولي شوچى په هند كښې كښې وځائى ژبى څوني ارزښت وركول كيږى. اصل خبره دا ده چى په هند كښې وټولو ژبو ته موقعه وركول شوي ده چى دوي مورنى ژبى په ښووڼځى كښې ځائى وركړى او دا ټولي ژبى او كلتورې خپله تاريخي پاته او وراثت ګڼلى ده يواځى د هندى ژبى ورځپاڼه ډي نګ جګران(DAINIK JAGRAN) پنځه پنځوس ملين لوستونكى لري خوځائى ژبو هروخت په دي اړه په چغاري وهى دهند لس وړاندي ورځپاڼى په دي ډول په ګډون ډي نك جګران(۲) ډائى نك باسكر (۳) لوكمات چى په مرهټى ژبه كښې دي(۴) دائينا تهامنتي په تامل ژبه (۵) ماليالامينو راما(۶) ايندوانندا(۷) بازاپتريكا او د راجستان پتريكا او نوري ژبي ورځپاڼه دي چى ډير زيات لوستونكى لري داځكه چى د لومړى ورځى څخه دهغه ژبى په ښوونځيو كښې ويل كيږى او دولتى ارزښت وركول شوي دي او دفتري بڼه ې خپله كړي ده هم دهغه خبره ده چى د هغه ژبى مخ په وړاندى رواني دي او يوه داسي ويره نشته چى دهغه د نورو نړۍ والو ژبو وارو دمنځ څخه ولاړي شى.
يوه نړۍ واله چيړنه او سروي چى په كال ۲۰۰۹ء كښې شوي ده په هغه كښې دا ښوونه شوي ده چى په ټوله نړۍ كښې لږو ډير وه زره(7000) ژبى ويل كيږى خو ددهغه ژبو ويونكى يو د بل سره برابر نه دي د بيلګي په ډول دښاغلى ډيوډ كرسټل په وينا د ټولو نړۍ والو ژبو څخه په سلو كښې څلور(4%) ژبى په سلو كښې سپږنوي (96%) وګړي خبري په كوي په بله مانا په سلو كښې شپږ نوي نړۍ وال وګړي يواځي په سلو كښې څلور ژبى ګاروي او ددي د څنګه نړۍ واله اداره (UNESCO)راپور كښې راغلي دي چى 2471 نړۍ والي ژبى دخطر سره مخامخ دي د ژبو نړۍ والو پوهان وائى چى دهغه ژبى په دوه ډول دمنځ څخه د وړولو هڅي رواني دي دوي وائى......
HISTORICALLY, WE SEE TWO APPROCHES TO THE ISSUE OF LANGUAGES. THE FIRST CAN BE CALLED THE MELTING POT APPROACH THAT BE MELTING POT APPROACH THAT BELIVES THAT THERE IS NO JUSTIFICATION FOR THE EXISTENCF OF ANUMBER OF MINOR LANGUAGES THAT THEY SHOULD BE PUT IN TO THE MELTING POT OF THE DOMINANT LANGUAGE THAT REPRESENTS POWER THIS APPROACH WAS ADVOCATED AND PRACTICED BY IMPERIAL POWER AS THEY TRIED TO IMPOSE THEIR OWN LANGUAGE OVER NATIVE POPLILATIONS AND IGNORED THE LOCAL LANGUAGES
ژباړه:- د تاريخ د لاري ودي ژبوته (دمنځ څخه وړل) دوه نظري لرى يوداچى د خاوري دلوښى غوندى وګڼل شي او هغه چل ورسره وشي لكه دخاوري د لوښى سره چى كيږى دوي په دي باور لرى او دا لاره سمه بوبي چى ديو شميرژبو چى هغه نه ارزښت لري په كاردي چى دمنځ ولاړي شې اودهغه ژبى دي دمنځ څخه ولاړي شي او دخاوري د لوښي چلن دي ورسره وشې هغه لوئى ژبى چى سياسى زور او واك هم ورسره دي غواړي چى دهغه ژبى د منځ څخه ولاړى شى اودوي دخپل زور او امپراتوتوري لاره په زوره غواړي چى دهغه ژبى دمنځ څخه وباسي او غواړي چى د زور د لاري نوري ژبى د منځ وباسي او خپلى ژبى په نورو ناولده سيمو خلګو وتپوي او ځائى ژبى و ركي او ايري كړي (دوام لرى)
......................................................................