
روهي (دوه نۍ/۱۲ د وري)، په الجزير هېواد کې د کورني تاوتريخوالي، لاريونونو او سياسي کړکېچ وروسته ولسمشر عبد العزیر بوتفلیقه اړ شوی چې لنډمهاله حکومت اعلان کړي.
د الجزاير هېواد يو شمېر رسنيو ويلي دي چې ښايي نوموړی د همدې اونۍ په وروستيو کې له خپلې دندې هم لاس په سر شي.
عبد العزیر بوتفلیقه په ۲۰۰۰ز کې د کورنيو جګړو وروسته د هېواد مشر شو او تر نن يې د دغه هېواد واکي په لاس کې درلوده.
الجزاير په افريقا کې پروت کڼ اکثريت مسلمان هېواد دی، چې په دې وروستيو کې بيا سياسي کړکېچونو په زور اخېستی دی.