
روهي( دوه نۍ/۱۲ د وري)، د نړۍ زیات شمېر هیوادونو ولسمشرانو ولسمشر اردوغان ته د مارچ د ۳۱ مې نیټې په ټاکنو کې د غوڅ بري له امله د مبارکۍ پیغامونه لېږلي دي.
د ترکیي هېواد د سرچینو له قوله چې د نړۍ زیات شمیر هیوادونو مشرانو ولسمشر اردوغان سره د ټيلیفون د لارې مبارکۍ پیغامونو لېږلي دي او هغه ته یې په سیمه ایزو ټاکنو کې د غوڅ بري له امله مبارکي ویلې ده .
د اذربایجان ولسمشر الهام عليوف، د فلسطین ولسمشر محمود عباس، د صربستان ولسمشر الکساندر وجیج، د بوسنیاهرزیګوینا د ولسمشرۍ د شورا رئیس میلورد دودیک ، د ډیموکراتیک عمل ګوند رئیس بکر عزت بیګویچ ، د البانیا لومړي وزیر ایدیل راما او د ګینه ولسمشر الفا کوندی ولسمشر اردوغان ته د ټیلیفون د لارې ددې ستر بري له امله مبارکي ویلې ده .