سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز د (جولان لوړو) په اړه د ټرمپ پرېکړه رد کړه او مخالف دريځ يې خپل کړ

روهي (يوه نۍ/۱۱ د وري)، د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز د سوريې او اسرائيلو ترمنځ د سوريې خاوره ( جولان لوړو) په اړه د ولسمشر ټرمپ هغه پرېکړه رد کړه چې يادې سيمې د اسرائيلو په حاکميت کې بللې وې.

پاچا سلمان ويلي دي چې سعودي عربستان هغه هر پرېکړه ردوي او مخالفت ورسره ښيي، چې په پايله کې د جولان لوړې د سوريې له حاکميت بهر کيږي.

نوموړي دغه څرګندونې نن ورځ په تونس کې د عربي ټولنې سرمشریزې ته کړې دي. د عربي ټولنه د سرمشرېزې ناستې په ګډې اعلاميې کې په جولان لوړو د اسرائيلو له حاکميت سره کلک مخالفت وښوود.

له دې وړاندې، د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې انګلستان، جرمني، پولنډ او يو شمېر نورو هېوادونو هم د ټرمپ د پرېکړه سره په تضاد کې څرګندونې کړې وې او پرېکړه يې دا کړې چې جولان لوړې د سوريې حاکميت دی.