
د څو کلونو راهيسې په افغانستان کې خصوصي سکتور ته خاصه پاملرنه شوې ده چې دغه سکتور هم د دولت د خاصې پاملرنې په اساس په لږه موده کې یې زیات پرمختګ وکړ، خو پوښتنه دا ده چې ایا افغانستان غوندې د جنګ، جګړو، د پردیو د یرغل د دفاع په حال او د هرې ورځې د بې ګناه او بې وزلو افغانانو د وژلو چې بې حسابه او کتابه او بې پوښتنې روان دی اړتیا شته او کنه؟ ددې پوښتنې ځواب به تاسې درونو لوستونکو ته پرېږدو.
د خصوصي سکتور له جملې څخه یو هم خصوصي بانکونه دي چې ددغې موقعې نه یې استفاده وکړه او له دغې ډلې څخه یو هم کابل بانک دی چې په ډېره کمه موده کې یې ډېر زیات شهرت وموند او پرمختګ یې هم وکړ او د افغانستان د خلکو پام او اعتبار یې ځانته را وګرځاوه.
دا چې دا بانک په چا پورې اړه درلود او د چا له پیسو او اعتبار نه جوړ شوی و او د افغانستان بانک ته یې د تضمین ډول څو روپۍ او څومره پانګه تسلیم کړې وه ډېرو لږو افغانانو ته به معلومات وي، خو ویل کېږي چې د افغانستان بانک ته یې یوازې څو میلیونه افغانۍ د تضمین په ډول تحویلې کړي دي او خپله یې د میلیونونو ډالرو په ارزښت د افغانانو پانګه له ځانه سره وساتلې او په همدغه پیسو یې کاروبار او خپل تجارتونه په کور دنننه او بهر یې له نورو خلکو سره په ګډه پر مخ یوړل.
څه موده مخکې د رسنیو له لارې مختلف خبرونه خپاره شول چې د کابل بانک شرکا یا ونډه لرونکي سره په خپلو منځو کې لکه ددې هېواد مشران او نورو افغانانو بې اتفاقه او یو بل ته برګ شوې دي حتا دا اوازه هم خپره شوه چې د کابل بانک شرکا او ونډه لرونکي ښاغلي شیر جان فرنود او حاجی خلیل الله فیروزی له یو بل سره په دوبۍ کې لاس او ګریوان شوي، چې دغې خبر په افغانستان او بهر کې بې سارې غوغا جوړه کړه او د کابل بانک حساب لرونکو ته یې یو لوی اندېښنه او ډار را پېدا کړ چې له دې سره په ټول افغانستان کې د کابل بانک حساب لرونکو اوږده، اوږده کتارونه ددغې بانک په هرې نمایندګۍ کې جوړ
شو او د افغانانو تر منځ دغه اوازه خوره شوه چې دغه بانک له منځه تللی او دیوالی شوی دي.
دغه خبر د روژې په مبارکه میاشت کې خپره شوه چې ددغې بانک د نوی ښار په مرکزي نمایندګۍ کې د شپې تر لسو بجو پورې خلک د خپلو پیسو د بېرته تر لاسه کولو لپاره اړ کړل.
تر دغې خبر وروسته د افغانستان دولت لاس په کار شو او د افغانستان بانک د خلکو د ګڼه ګوڼې او وارخطایۍ او د ګډوډیو د مخنیوۍ لپاره د کابل بانک کنترول په خپل لاس کې واخېست او د رسنیو د لارې د کابل بانک حساب لرونکو ته ډاډ ورکاه چې تاسې صبر وکړي، حوصله او زغم وکړی ځکه ستاسې پانګه او نقدې پیسې به تاسې ته امانت سلامت در ورسېږي چې په لومړي ځل باندې د افغانستان دولت په ډېر مناسب وخت کې یو ډېر اوچت او عالی ګام پورته کړ او ددغه بانک کنترول، مشري او مدیریت یې په غاړه واخېست او دغه بانک سره تر نقدې مرستې وروسته د افغانانو اعتبار او زړه یې لاس ته راوړ چې د ډېریو افغاÙ
�انو په اند د افغانستان بانک په لومړي ځل یوه ښه کار او لاسته راوړنه درلوده.
تر ټولو ښه کار یې دا وکړ چې ددغې بانک ونډه لرونکې یې د رسینو مخې ته څنګ په څنګ کېناوه او ډاډ یې ورکړ چې ددوي امانتونه به ضایع نه شي او دوی ته به ډېر ژر ورسېږي او زمونږ شخړه یوازې ددې بانک په مدیریت کې دی نه په ونډه او سرمایه کې، اګر چې افغانان اوس هوښیار شوي دي چې څه دروغ او څه رښتیا وه؟
زه راځم خپل اصلي مطلب ته او هغه دا چې تر دغې لویې بې شرمۍ، بې اعتبارۍ او رسوایۍ وروسته په انټرنټ کې ددې بانک یو تن ونډه لرونکی ښاغلي شیر خان فرنود تصویرونه خپاره شول چې په بهر کې په قمار خانو او د جوارګرو په اډې کې ناست او د افغانستان د بې وزلو او غریبو خلکو په پانګه او روپیو قمار وهي او جواري کوی چې دغه تصویرونه د کابل بانک د ونډه لرونکو اصلي څېرې یې را بربنډې کړې او ددوی شخصیت او اهلیت یې ثابت کړ او خلکو ته یې روښانه کړل چې ددغې بانک ونډه لرونکي او مسوولین قماربازان او جوارګر دي.
دا چې ددغې بانک نور ونډه لرونکې لکه د ښاغلي فرنود غوندې داسې خاص شوق او عمل درلود دا به په راتلونکې کې روښانه شي، خو ډېر د شرم ځای دي چې ددغسې یو لوی او مشهور بانک مسول او مشر په دغسې ناوړه او غیر شرعي کارونو کې لاس لري او د خپلو بې وزلو او غریبو خلکو په پیسو او پانګه خپل غیر شرعی او غیر انساني شوقه او عملونه تر سره کوي او د خپل ځان د خوشحالولو لپاره د افغانستان د خلکو په پیسو او پانګه لوبې کوي.
یادونه: ما ډېر کوښښ وکړ تر څو د ښاغلي فرنود هغه تصویرونه چې د قماربازۍ او جوارۍ په حال کې دی دې مضمون سره ضمیمه کړم اما په دې سایټ کې ونه توانېدم، هیله ده چې په راتلوونکې کې افغاني سایټونه داسې امکانات برابر کړي چې د مضمون سره د تصویرونو او ویډیو ګانو د ضمیمه کولو لپاره لیکوال ته اسانتیاوې برابر کړي